د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې برید پای ته ورسېد


د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند افشارو په سېمه کې د ملي امنیت پر یوه مرکز د وسله والو مخالفینو ډله ییزه حمله د درېو بریدګرو په وژلو پای ته ورسېده.

د افغانستان کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند، نصرت رحيمي مشال راډيو ته وويل چې وسله وال يوې نېژدي ودانۍ ته ننوتي ول او له هغه ځايه یې ډزې کولې. تراوسه په پېښه کې د اوښتې مرګ-ژوبلې په اړه کره معلومات نه شته.

دغه ډله ییزه حمله نن سهار شاوخوا لس بجې شوې چې داعشیانو یې ذمه واري منلې.

د برید ځای ته بهرني ځواکونه هم رسېدلي دي.

د افشارو سیمه له ښاره بهر ده او هلته د ولسي وګړیو کورونه نه شته البته هغه یوه امنیتي ساحه بلل کېږي.

پر دې موضوع نور معلومات وروسته شریکوو.

XS
SM
MD
LG