د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هېلمند کې ۱۱ پولیس افسران وژل شوي

پراګ - افغان چارواکي وايي چې په هېلمند کې پر دوه امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو په بريد کې د پولیسو ۱۱ افسران وژل شوي دي.

د هېلمند والي حيات الله حيات ويلي چې بريد د يکشنبې سهار وختي له لشکرګاه سره نېږدې د قلعه سنګ په سيمه کې وشو چې وروسته بيا افغان ځواکونو وسله وال طالبان پر شا وتمبول.

نوموړي زياته کړه چې په حمله کې دوه پوليس افسران ټپیان دي.

د ولايت د پوليسو مشر غفار ساپي ويلي چې په ځوابي بريد کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

طالبان چې په هېلمند کې زيات نفوذ لري، د بريدونو ذمه واري یې منلې ده.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG