د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: د بهرنيو ځواکونو پر قافله ځانمرګی بريد شوی


افغان چارواکي وايي چې په کندهار کې په ځانمرګي بريد کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه کسان ټپيان دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق خبریالانو ته ويلي چې ديکشنبې ماسپښن شاوخوا درې بجې د ښار په پنځمې ناحیه اړوند د شور اندام په سيمه کې يو ځانمرګي بريد ګر د بهرنیو ځواکونو د موټرو کتار په نښه کړ.

په بريد کې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د عبدالرازق په وينا په حمله کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه نور ولسي وګړي زخميان شوي دي.

عیني شاهدانو مشال ريډيو ته ویلي چې حمله په داسې حال کې وشوه چې د بهرنیو ځواکونو د موټرو کتار د تیریدو په حال کې وو خو زیان ور و نه رسید.

د کندهار امنیتي مسوولین وايي چې د دغې حملې له امله ځېنو کورونو او د ولسي خلکو موټرو ته زیان رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG