د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې ګوزڼ ضد کمپاین پیلېږي


د یکشنبې په ورځ په خوست کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغی پر ضد د ماشومانو د واکسینو د کمپاین پیل شو.

د خوست د عامې روغتیا چارواکي وايي، په دې کمپاین کې به د میشتیو وزیرستانیو کډوالو د ماشومانو په ګډون د یاد ولایت څه د پاسه ۳ لاکه ۱۳ زره ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي.

دوی زیاتوي چې پوليوضد کمپاین چې د دوشنبې، سېشنبې، چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ به ټول افغانستان کې ترسره کیږي چې پکې به د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پوليو واکسين څاڅکې ورکړل شي.

د خوست د عامې روغتیا رييس ډاکټر حبیب شاه انصاري وايي چې د افغانستان د نورو سیمو په شان په خوست کې هم درې لکه ۱۳ زره ۶۵۰ ماشومانو ته چې عمرونو يې له پنځو کلونو څخه لږ دي، د پولیو یا ګوزڼ پر ضد واکسین ورکول کیږي.

خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړئ او له رضاکارانو سره همکاري وکړئ څو خپل ماشومان له ګوزڼ او نورو ناروغیو و ژغوری. مولوي محمد عارف

نوموړی زیاتوي، د واکسینو پدې کمپاین کې به د وزیرستانیو کډوالو هغو ۷ زره ماشومان ته هم واکسین ورکړل شي چې کورنۍ يې د ګلان کېمپ په ګډون د ولایت په بېلابېلو سیمو کې استوګنه لري.

ډاکټر ګل محمدالدین محمدي وايي پولیو یا ګوزڼ یوه ویروسي ناروغي ده چې عموماً هغه ماشومان پرې اخته کیږي چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کم وي.

دی زیاتوي د ګوزڼ علاج ممکن نه دی خو د دوه څاڅکو واکسینو په واسطه کولای شو، ماشومان د له دې ناروغی خوندي کړل شي.

د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې هغو خلکو ته د واکسینو په اړه عامه پوهاوی ورکړي چې پدې برخه کې ورسره شکونه پاتې شوي وي.

د خوست والي زیاتوي هر ماشوم د دې هېواد راتلونکی دی او د حکومت تر څنګ مشران او د ماشومانو میندې او پلرونه دنده لري چې د کوچنیانو روغتیا ته پاملرنه وکړي.

اوسمهال د افغانستان په کندهار، هلمند، کندز او ننګرهار کې د پولیو ۱۲ پېښې ثبت شوي دي.

بلخوا دیني عالمان هم درملنه او د ناروغیو د خپریدو د مخنیوي لپاره هلې ځلې د خلکو دیني ذمهواري بولي.

مولوي محمدعارف عرفان له خلکو غواړي، چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي کړي او پدې برخه کې د واکسینو د رضاء کارانو له ټیمونو سره مرسته وکړي.

نوموړی زیاتوي:

((زه د یو دیني عالم په حیث له ټولو مسلمانانو څخه غوښتنه کوم چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړئ او له رضاکارانو سره همکاري وکړئ څو خپل ماشومان له ګوزڼ او نورو ناروغیو و ژغوری.))

افغانستان او پاکستان د نړۍ له هغو هېوادونو دي چې پکې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي لاهم شته.

د روغتیا څانګې چارواکي وايي چې دا مهال د افغانستان په کندهار، هلمند، کندز او ننګرهار کې د پولیو ۱۲ پېښې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG