د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاهد خاقان عباسي: د پاکستان حکومت به خپله ايیني موده پوره کوي


د پاکستان وزيراعظم ويلي چې حکومت به خپله اييني موده پوره کوي او ټولټاکنې به د ۲۰۱۸ م کال د جولايې په مياشت کې کېږي.

شاهد خاقان عباسي داخبره د جمعې په ورځ د خېبر پښتونخوا په کوهاټ کې يوې ولسي غونډې ته وکړه.

نوموړي دا خبره تر هغې وروسته کړې چې د واکمن مسلم لېګ (ن)يو بل مشر او د قامي اسمبلۍ سپېکر ایاز صادق څو ورځې وړاندې يوه شخصي ټيليويژن جيو سره د مرکې پرمهال اندېښنه ښودلې وه چې کيدای شي اسمبلۍ خپله اييني موده پوره نه کړي.

د مشکلاتو سربېره به هم حکومت خپلې چارې پرمخ وړي او راتلونکې ټولټاکنې به د ۲۰۱۸ کال په جولايي کې کېږي. د پاکستان وزيراعظم

اياز صادق دا اندېښنه پرحکومت د زياتېدونکيو سياسي فشارونو په رڼا کې څرګنده کړې وه.

دا فشارونه تر هغې وروسته زيات شوي چې سپريم کورټ سږ کال د جولايي پر اته ويشتمه د درغليو په تړاو د پانامه اسنادو په مقدمه کې د مسلم ليګ (ن) مشر نوازشريف نا اهله وګرځاوه چې په نتيجه کې يې هغه له د وزيراعظمی له څوکۍ استعفا ورکړه.

خو د پاکستان اوسني وزيراعظم د جمعې د ورځي په غونډه کې هوډ څرګند کړ چې د مشکلاتو سربېره به هم حکومت خپلې چارې پرمخ وړي او راتلونکې ټاکنې به د ۲۰۱۸ کال په جولايي کې کېږي.

خلک دي د فاټا اصلاحاتو پر موضوع سياست نه کوي. شاهد خاقان عباسي

حکومت ته په ور وړاندو ستونزو د قبايلي سيمو اصلاحاتو عملي کول هم شامل دي.

که څه هم وفاقي کابينې په سږکال د مارچ مياشت کې د فاټا اصلاحاتو منظوري ورکړې وه خو لاهم ورباندې عمل نه دی شوی.

له همدې امله بېلابېل سياسي ګوندونه مظاهرې او احتجاجونه کوي خو شاهد خاقان عباسي ويلي چې خلک دې پر دې موضوع سياست نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ځيني سياستوال غواړي قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې شاملې او ځيني نور وايي بيلې صوبې حېثېت دې ورکړل شي.

داسې قومي او سياسي مشران هم شته چې غوشټنه لري چې حکومت دي په دېاړه ټولپوښتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG