د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشريف: په پاکستان کې دوه مخيزه انصاف کېږي


د پاکستان پخواني وزيراعظم د تحريک انصاف د مشرانو په اړه د سپريم کورټ پر فیصله نيوکه کړې او ويلي چې په هېواد کې به دوه ډوله انصاف پرېنږدي.

نوازشريف د شنبې په ورځ له لندنه پاکستان ته ورسېد او له خبريالانو سره يې د خبرو پر مهال وويل چې په پاکستان کې دوه مخيزه انصاف کېږي چې يو طرف ته يې يوه خيالي تنخا چې اخيستې هم نه وه دده شتمني وګرځول شوه بل خوا د تحريک انصاف مشر چې په لاکونو پاونډه کاروبار کړی او په بهر هېواد کې يې نيازي کمپنۍ خپله شتمني منلې خو بيا هم وويل شو چې دا د هغه شتمني نه ده.

د پاکستان سپريم کورټ د جمعې په ورځ د عمران خان او د هغه دګوند د بل مشر جهانګير ترين پر ضد د شتمنيو پټولو مقدمه کې فيصله واوروله.

سپريم کورټ د عمران خان پرضد تورونه رد کړل خو جهانګير ترين يې نا اهله وګرځاوه.

د پاکستان عدالت د نواز شريف او عمران خان پرضد مقدمو کې يو شان انصاف نه دی کړی. قاضي انور

نوازشريف وويل چې عمران خان د دوی پر ضد په څلورو پاڼو مشتمل يو درخواست په عدالت کې جمع کړی وو او بيا پر کور کېناست او پر ځای يې عدالتي بنچ د دوی(نوازشريف) پرضد مقدمه پیل کړه.

خو دده په وينا چې کله دوی د عمران خان پرضد مقدمه وکړه نو عدالت برعکس د عمران خان وکيل جوړ شو او هغه يې له تورونو پاک وګرځولی.

نواز شريف وويل چې دغه ډول دوه مخيزه انصاف به پرېنږدي.

خو بل خوا هم د جمعې په ورځ د پاکستان سپريم کورټ مشر ويلي چې عدالت ټولې فيصلې بې د څه فشاره په خپلواکه توګه او له قانون سره سم کوي.

ثاقب نثار په لاهور کې د پاکستان بار کونسل غونډې ته وويل چې پر عدالت له تورنو لګولو دې ډډه وشي.

دده په خبره عدالت د هېڅ يوه پلان برخه نه دی.

دده په وينا که پر عدالت فشار وايه نو د جمعې په ورځ چې د حدېبيه پېپرز ملز په اړه کوم فیصله راغله هغه به دغسې نه وه راغې.

د پاکستان عدالت ټولې فيصلې بې د څه فشاره په خپلواکه توګه او له قانون سره سم کوي. چيف جسټس

حدېبيه پېپرز ملز مقدمه کې د پنجاب وزيراعلی شهباز شريف تورن وو خو عدالت د هغه په حق کې فیصله واوروله.

د قانوڼی چارو پوه قاضي انور مشال راډیو ته وويل چې که وکتل شي نو عدالت د نواز شريف او عمران خان پرضد مقدمو کې يو شان انصاف نه دی کړی.

دده په وينا که انصاف شوی دی نو بيا ولې چيف جسټس په ډاګه د خلکو پر وړاندې قسمونه خوري.؟

نوموړي زياته کړه چې خلک د عدالت د جانبدارۍ خبرې کوي او په ذهنونو کې يې شکونه دي نو ځکه ثاقب نثار د ځان صفايي ورکوي.

XS
SM
MD
LG