د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاه جي ګل: د فاټا اصلاحاتي بل په اېجنډه کې شامل کړل شي


د جمعې په ورځ د وزير اعظم شاهد خاقان عباسي په مشری کې د حلقه بند يواو فاټا اصلاحاتو بل په اړه د پارلېماني غړيو غونډه په اسلام اباد کې وشوه.

د جمعې په ورځ د وزير اعظم شاهد خاقان عباسي په مشری کې د حلقه بندیو او فاټا اصلاحاتو بل په اړه د پارلېماني غړيو غونډه په اسلام اباد کې وشوه.

دا غونډه د حکومت او اپوزيشن تر مينځه د حلقه بنديو په بل او د فاټا اصلاحاتو په معاملې رابللې شوې وه.

په غونډه کې د حلقه بنديانو په اړه د ګوندونو انډېښنې لرې کړل شوی او متفقه فېصله شوه چې حلقه بنديو لړ کې بل به د دسمبر په ۱۹ نېټه سېنټ ته منظورۍ لپاره وړاندې کېږي.

د فاټا اصلاحاتو په اړه وزير اعظم د پارلېمان اپوزيشن ګوندونه ته باور ورکړل چې د فاټا اصلاحاتو معامله به دراتلونکې ګل په ورځ کېدونکې د قامي اسمبلۍ د غونډې په ايجنډا کې شاملوي.

په قامي اسمبلۍ کې د فاټا استازی شاه جي ګل اپريدي د غونډې په اړه مشال راډیو ته وویل چې دوی وزير اعظم ته په ډاګه کړه چې تر هغې به پارلېمان ته نه ځي چې تر څو حکومت فاټا اصلاحاتي بل په اېجنډه کې شامل کړې نه وي۔

نوموړی وايي، موږ چې څنګه خپله تګلاره ټاکلې ده چې نه به پارلېمان چلي او نه به يې موږ چلېدو ته پرېږدو او خپل بايکات به روان ساتو۔

نوموړي دا هم وویل،موږ اپوزيشن نن هم په بايکات کې وو وزير اعطم موږ غوښتې وو که موږ انکار وکرل او ورته مو دا وویل چې تر څو دا بل اسمبلۍ کې نه وې وړاندې شوي موږ تر هغې ملاقات نه کوو بيا اسپيکر او قادر بلوچ راته دا وویل چې دا بل به د ګل په ورځ اسمبلۍ ته وړاندې شي نو موږ ورته وویل چې کله بل اسمبلۍ کې وړاندې شي په ليکلو کې راشي او د بل لپاره رايې ورکول پېل شي نو بيا به موږ کور کار کولو ته پرېږدو.

ياده دې وي چې د تېر ګل په ورځپه ۱۱م دسمبر حکومت د سپريم کورټ او پېښور هایي کورټدايره اختيار تر فاټا غځولو بل په قامي اسمبلۍ کې وړاندې کړې وو چې ورسته بيا له ايجنډې وویستل شو.

دا دې هم ياده وي چې پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومت ته دړکه ورکړې چې په يو اونۍ کې دې د فاټا اصلاحات عملي کړي۔

د دې تر څنګ جماعت اسلامي هم فاټا په خېبر پښتونخوا کې ورګډلو او د ايف سي آر ختمولو لپاره حکومت ته د دسمبر ۳۱ مې پورې حتمي نېټه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG