د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د کرېکټ ملي لوبغالی جوړېږي


د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د ژمنې سره سم يې په یاد ولایت کېپه ۲۵ جریبه ځمکه کې د کرېکټ د ملي لوبغالي د جوړولو چارې پیل کړي،چې په یو وخت به ۳۰ زره کسان په کې ځاییږي.

د جمعې په ورځ د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت مشال راډیو ته وویل، چې د لوبغالي لومړینو کارونو ته د افغان کرېکټ بورډ د پرمختیايي بودجې څخه ۲۵ میلیونه افغانۍ ځانګړي شوي، چې راتلونکو پړاونو ته به يې نوره بودجه هم منظوره شي.

د ښاغلي وحدت په وینا په یاد ولایت کې کرېکټ زرګونه مینه وال لري، چې د خاورو په میدانونو کې لوبې کوي او د کرېکټ لوبې لپاره د معیاري لوبغالي جوړول د دوی لومړنۍ غوښتنه وه.

د پکتیکا والي هیله څرګنده کړه، چې د کرېکټ د ملي لوبغالي په جوړیدو سره به د هېواد په کچه په یاد ولایت کې لوبو ته زمینه برابره شي.

د پکتیکا والي زیاته کړه، د کرېکټ د ملي لوبغالي د اول پړاو د کارونو له بشپړولو ورسته به د کرېکټ بورډ د ملي ادارې لخوا نورو پاتو کارونو ته هم بودجه ورکړل شي.

په همدې حال کې په پکتیکا کې د کریکټ بورډ ادارې استازی حکمتیار زاهد وایي چې د پکتیکا ولایت د کریکټ ملي لوبغالی به د لوبې کولو ټولې اړینې اسانتیاوې ولري چې په جوړېدو سره به یې د کریکټ په برخه کې شته ستونزې له منځه ولاړې شي.

نوموړی زیاتوي:

((که څه هم دا به په هغه نړیوال سټنډرډ نه وي، خو نړیوال سټنډرډ ته نږدې دی، د شاوخوا ۳۰ زرو ننداره چیانو ظرفیت به ولري، په څنګ کې يې د اوسیدو ځای جوړیږي او اکاډمیانې هم ورسره جوړیږي.))

یاده دې وي، چې لدې مخکې په خوست او پکتیا کې هم د کرېکټ ملي لوبغاړي جوړ شوي او په لوګر او پکتیکا کې د کرېکټ د ملي لوبغالو ودانیزې چارې روانې دي.

که څه هم کرېکټ په افغانستان کې په نویو لوبو کې راځي، خو په نړیواله کچه د کرېکټ د ملي لوبغاړو پرلپسې لوبو او بریاوو د مشرانو، ځوانانو او ماشومانو په منځ کې د کرېکټ مینه وال ډېر کړی دی.

XS
SM
MD
LG