د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان سپین خو جهانګیر ترین نااهله کړل شو


عمران خان او جهانګیر ترین
عمران خان او جهانګیر ترین

د پاکستان سپریم کورټ د تحریک انصاف مشر عمران خان خلاف د نااهلۍ پر درخواست د هغه په حق کې فیصله ورکړه خو د ده د ګوند تحریک انصاف جنرل سیکرېټري جهانګیر ترین یې نااهله وګرځولو.

دا پرېکړه نن د چیف جسټس ساقب نثار په مشرۍ یوې درې کسیزې جرګګۍ واوروله.

د عمران خان او جهانګیر ترین د نااهلۍ لپاره سپریم کورټ ته درخواست د مسلم لیګ نون ډلې مخکښ حنیف عباسي ورکړی وو.

حنیف عباسي د تحریک انصاف پر دې مشرانو د درغلیو او بهرنیو فنډونو تور پورې کړی وو.

خو د بهرنیو فنډونو تورونو کېس یې د پاکستان الېکشن کمېشن ته استولی دی.

د جهانګیر ترین خلاف په فیصله کې راغلي چې هغه مشکوکه ژبه کارولې یانې په بریتانیا کې یې خپل یو کور د خپلو بچو په نومه ښودلی وو خو په اصل کې دا د ده او د ده د مېرمنې کور وو.

ردعمل

د مسلم لیګ ن یو مرکزي مشر دانیال عزیز د عدالت تر ودانۍ بهر پر دغه پرېکړه خپګان ښودلی او دا یې د لیکلي سکریپټ برخه ګرځولې.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر احسن اقبال هم د عدالت پر اوسنۍ پرېکړه په ټویټ کې کښلي چې عدالت یوې مقدمې ته دوې پیمانې لري.

فواد چودري

د تحریک انصاف ویاند فواد چودري ویلي د جهانګیر ترین خلاف فیصله په تېخنیکي بنیادونو شوې او دوی به یې پرضد د 'بیاکتنې عدالت' ته ځي.

بلاول بوټو

د پیپلز پارټۍ شریک چیېرمېن بلاول بوټو زرداري د عمران خان او جهانګیر ترین د کېس په باب په خپل غبرګون کې وویل چې د عمران خان اې ټي اېم مشین خراب شو.

پاناما اسناد

په پاکستان کې د درغلیو ضد عدالتي مقدمې تر هغه وروسته پیل شوې چې په پاناما اسنادو کې د دغه هېواد د لوړپوړیو چارواکیو نومونه په ډاګه شول. په دغه اسنادو کې جوته شوې چې ګڼې پاکستانۍ مخورې څهرې په پانامه کې اف شور شرکتونه لري چې په دې سره دوی خپل کاروبارونه د مالیې یا ټېکسونو له ورکولو بچ کړي.

که څه هم د پاناما اسنادو افشاکېدو په ترڅ کې د پاکستان ستر عدالت ته د پخوانی وزیر اعظم نواز شریف پرضد د نااهله کېدو درخواستونه ورکړل شول خو په عدالتي پلټنو کې نوموړی د پاناما په مقدمه کې نه بلکې د اقامه په مقدمه کې ګېر کړل شو نواز شریف وايي عدالت په دې لیرې کړی دی چې ولې یې په دبۍ کې د خپل زوی په کمپنۍ کې د یوه کارکوونکي په توګه تنخاه نه وه اخېستې.

XS
SM
MD
LG