د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپريم کورټ د حدېبيه کېس بيا پرانستلو درخواست رد کړ


د پاکستان سپريم کورټ د پخواني وزيراعظم نوازشريف او د هغه د کورنۍ د غړو پرضد د حدېبيه پېپرملز د مقدمې بيا پرانستلو د نېب درخواست رد کړی.

د جسټس مشير عالم په مشرۍ د سپريم کورټ درې کسيزه جرګګۍ د جمعې په ورځ دغه فېصله واوروله.

د نېب له خوا درخواست په لسم نومبر جمع کړی شوی وو چې وروسته د هغې لپاره د سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار يوه درې کسيزه جرګګۍ وټاکله.

په ۱۳م نومبر جسټس اصف سعيدکهوسه د دې کېس اورېدو نه خپل ځان يو اړخ ته کړی وو او بيا د جسټس مشير عالم په مشرۍ بله جرګګۍ جوړه کړی شوه.

حدېبيه پېپرملز هم هغه مقدمه ده چې د کومې ذکر د پانامه اسنادو په اورېدنه کې په سپريم کورټ او جی ايي ټي کې بيا بيا مخې ته راغلی وو.

دا درخواست د پوځي واکمن پروېز مشرف په دور کې (۲۰۰۰م) د خزانې پخواني وزير اسحاق ډار پر هغه بيان جمع کړی شوی وو چي پکې هغه ويلي وو 'د جعلي بېنک اکاونټونو له لارې يې شريف کورنۍ لپاره شاوخوا يو کروړ ۴۸ لاکه ډالره په غېر قانوني توګه بهر ته لېږلي'.

اسحاق ډار بيا ويلي وو چې دا بيان د هغه نه د فشار لاندې اخستل شوی وو.

د لاهور هايکورټ راولپنډۍ بنچ په اکتوبر ۲۰۱۱م کې نېب په دې اړه د نورې کاروايۍ څخه منع کړی وو.

سږ کال د ستمبر په مياشت کې قامي احتساب بېورو (نېب) د پانامه اسنادو په اړه د سپريم کورټ د فېصلې وروستو د حدېبيه پېپزملز مقدمه پرانستلو لپاره سپريم کورټ کې اپيل جمع کړی وو.

نېب په دې درخواست کې د نوازشريف ترڅنګ د هغه ورور شهبازشريف، د دوی مور شميم اختر وراره حمزه شهباز او ورندار صبيحه شهباز نومولي وو.

په دې درخواست کې ويل شوي وو چې د پانامه اسنادو په پلټنو کې ګډې پلټنيزې ډلې د راپور په رڼا کې نوې خبرې رامنځ ته شوي نو ځکه دې د لاهور هايکورټ فېصله کالعدم وګرځول شي او بيا دې د پلټنو امر جاري کړی شي کوم چې نن سپريم کورټ رد کړو.

XS
SM
MD
LG