د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست منګل او مقبل پر اوربند سلا شول


خوست - د افغان حکومت چارواکي وايي، د خوست ولایت اړوند د منګلو او مقبلو مشرانو ورسره موافقه کړې چې د دواړو قومونو وسله وال به له مورچو کوزېږي او د فیصلې د تطبیق تر مهاله به حکومت د دوی په منځ کې یو بې طرفه حایل قوت ځای پر ځای کوي.

منګل او مقبل چې په یاده سیمه کې د بازي غر او سنځلۍ دښتې پر سر له لسګونو کلونو راپدېخوا قومي لانجه لري، له تېرو خواوشا لسو ورځو راهیسې یو ځل بیا وسله وال اربکي يې مورچلو ته ختلي او تر وړمې ورځې يې پر یو بل لوري د سپکو او درنو وسلو ډزې کولې.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته ویلي، چې په دې جګړه کې د دواړو خواو ۷ کسان ټپیان شوي، خو ځايي اوسېدونکو د درو کسانو د وژل کېدو خبره هم کړې ده.

د پنجشنبې ورځې ناوخته د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس ډاکټر اکرم خپلواک په مشرۍ هغه پلاوی چې د افغان ولسمشر لخوا د منګلو او مقبلو د شخړې د حل لپاره ګمارل شوی، د دواړو قومونو له مشرانو يې د جګړې د پای ته رسېدو او له مورچلو نه د ښکته کېدو موافقه واخیسته.

خپلواک د موساخېلو ولسوالۍ د غلنګ په سیمه کې د منګلو د مشرانو سره تر کتنې وروسته مشال راډیو ته وویل، د دواړو قومونو مشرانو ورسره موافقه وکړه، چې د هغوی وسله وال اربکې به له مورچلو راکوزیږي او بېرته به خپلو سیمو ته ستنېږي.

د خپلواک په وینا چې د جمعې پر ورځ به حکومت پر دې کار وکړي، چې د منازعې په سیمه کې د فیصلې د تطبیق تر وخته یو بې طرفه حایل قوت د دعوې په سیمه کې ځای پر ځای کړي.

اکرم خپلواک د منګلو او مقبلو جرګې ته وینا کوي
اکرم خپلواک د منګلو او مقبلو جرګې ته وینا کوي

نوموړی زیاتوي حکومت له دواړو قومونو تضمین اخیستی او د منګلو او مقبلو قضیه به په بنیادي ډول حل شي.

خپلواک د مقبلو د قوم په اړه وویل، هغوی هم پلاوي ته بشپړ واک ورکړی او موافقه يې کړې ده، چې دوی به هم له مورچلو راکوزیږي او د فیصلې د تطبیق سره به مرسته کوي.

د منګلو او مقبلو تر منځ قومي لانجې د حل لپاره په ځانګړي ډول په وروستۍ یوه لسیزه کې د مرکزي حکومت لخوا ګڼ پلاوي توظیف شوي، هغوی د دواړو قومونو تر منځ اوربندونه او سولې کړي، خو بېرته مات شوي دي.

XS
SM
MD
LG