د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په افغانستان کې د داعش فعالیتونو ((اندېښمن)) کړی


افغان ځواکونه په ننګرهار کې د داعش ضد عملیات کوي
افغان ځواکونه په ننګرهار کې د داعش ضد عملیات کوي

اسلام اباد - پاکستان یو ځل بیا د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان په ولایتونو کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر شتون اندېښنه ښودلې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د زیارت پر ماسپښين اوونیزې خبري غونډې ته وویل، په افغانستان کې د داعش ډلې د وجود په اړه د هغه هېواد د بیاودانۍ چارو لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش (سېګار) رپورټ یو ثبوت دی.

ده وویل، پاکستان په بیا بیا په دې اړه خپله اندېښنه ښودلې.

((په افغانستان کې د وسله والو ډلو موجودګي نه یوازې د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره خطر دی بلکې دا د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې امنیت هم زیانمنوي.))

فیصل زیاته کړه چې هیله من دی چې په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه به ټولې سیمې تر ((خپل واک لاندې)) کړي.

په وروستیو کې د پاکستان په ګډون ایران، د منځنۍ اسیا هېوادونو او روسیې هم په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر فعالیتونو اندېښنې ښودلې دي.

کابل دا مني چې په ځېنو سیمو کې دا ډله فعالیتونه کوي خو ورسره یې دا هم ویلي چې په یو شمېر ولایتونو کې یې د داعش پر ضد عملیات هم کړي چې لا دوام لري.

پاکستان البته پر خپلې خاورې د داعش له ((منظم وجوده)) انکاري دی.

XS
SM
MD
LG