د لاسرسي ځای

تازه خبر

صادق: کېدای شي حکومت خپله موده پوره نه کړي


اسلام اباد - د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق وايي وېره لري چې حکومت به خپله اييني موده پوره نه کړي.

د شورو یا چارشنبې پر ورځ د پاکستان له جیو ټېلېوېژن سره په خبرو کې د واکمن ګوند مسلم ليګ (ن) يوه مشر او د اسمبلۍ سپيکر اياز صادق وويل، هغه ته ښکاري د حکومت پرضد لوی سازش روان دی او کېدای شي چې له حکومتي غړو د استعفاګانو غوښتنې وشي.

نوموړي دا په ډاګه نه کړه چې څوک د حکومت پرضد سازش کوي خو ويې ويل چې د يو اپوزيشن ګوند پرته ټول سياسي ګوندونه او حکومت غواړي چې موجوده قامي او صوبايې اسمبلۍ خپله اييني موده پوره کړي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق
د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق

صادق زياته کړه چې د فيض اباد د احتجاجي ناستې په ګډون په يو شمېر ځايونو کې دوی ته خپله بې وسي ښکاره شوه.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف دا تاثر رد کړی دی چې ګواکې قامي اسمبلي یا حکومت به خپله قانوني موده پوره نه کړای شي.

نوموړي د چارشنبې پر ماښام په لندن کې خبریالانو ته باور ورکړ چې له صادق سره یې خبرې نه دي کړې خو په پاکستان کې به عام انتخابات راتلونکی (۲۰۱۸ز) کال ((له خپل وخت سره سم کېږي.))

د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف دا رد کړه چې ګواکې حکومت به موده پوره نه کړي
د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف دا رد کړه چې ګواکې حکومت به موده پوره نه کړي

په پاکستان کې د روان کال له پیل راهیسې یو شمېر بدلونونو د مسلم لیګ حکومت له چیلېنجونو سره مخامخ کړی دی.

لومړی د پاناما اسنادو په قضیه کې چې سپریم کورټ د میانواز شریف د نااهلۍ پرېکړه واوروله نو نوموړی د وزیراعظمۍ له دندې لرې شو.

شریف په بیا بیا ویلي دي چې هېڅ ناقانونه کار یې نه دی کړی.

په نومبر کې مذهبي ډلې تحریک لبېک یا رسول الله ۲۱ ورځې په فیض اباد کې ناسته کړې وه چې بيا د پوځ په منځګړتوب له حکومت سره د یوې موافقې په نتیجه کې پای شوه.

XS
SM
MD
LG