د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ په - ټي ۱۰ - کې د پښتون لوبډلې هدف څه دی؟


عطا محمد
عطا محمد

د دسمبر پر څوارلسمه نېټه د متحده عرب اماراتو په شارجه کې په لومړي ځل د لس اورونو د لوبو سيالي د ټي ټېن کرکټ ليګ په نوم پېل کېږي چې پکې شپږ لوبډلې برخه اخلي.

په دغه لوبډلو کې کېراله کنګز، مرهاټا عرېبينز، پنجابي لېجنډز، کولمبو لاينز، بنګال ټايګرز او پښتون لوبډله شاملې دي.

په پښتون لوبډله کې زياتره د خېبرپښتونخوا، قبايلي سيمو او افغانستان پښتانه لوبغاړي اخستل شوي دي چې مشري يې د پاکستان پخوانی کپتان شاهدافريدی کوي.

د پښتون لوبډلې يو چارواکی عطا محمد وايي چې د دې نوم ورکولو يوه موخه دا ده چې نړۍ ته وروښايي چې پښتانه که څه هم بدو حالاتو ځپلي او د بدامنۍ ښکار دي خو دوی ډېرې وړتیاوې لري.

عطا محمد وویل ، "دې ټولې نړۍ ته دا ښودل غواړو چې د پښتون يو دا شکل هم دی. موږ غواړو چې پښتون وپېژندل شي چې څومره امن خوښوونکی قام دی"

په پښتون لوبډله کې د پاکستان د نورو لوبغاړو ترڅنګ د ويسټ انډيز، برتانیا ، بنګله دېش، افغانستان او متحده عرب اماراتو لوبغاړي شامل دي.

په ټي ټېن ليګ سياليو باندې د ځينو خلکو له خوا نيوکې مخې ته راغلې وې چې په دې سياليو کې د هند اثر زيات دی.

خو عطامحمد وايي ، کوم تورونه چې لګول شوي دي هغه ټول بې بنياده دي او د دې سيالۍ ۸۰ فيصده د پاکستان په وګړو پورې تړلې دي.

د پښتون لوبډلې مشران وايي چې دوي په پاکستان کې د لوبو په مېدان کې له وړاندې هڅې کوي او په خصوصي توګه د کرکټ په مېدانونو کې د وروستو پاتې سيمو د لوبغاړو لپاره ګامونه پورته کوي.

عطا محمد وايي ، که د پاکستان او افغانستان لوبډلې وغواړي چې د کرکټ خپل منځي سيالۍ وکړي نو دوی یې مرستې ته تیار دي.

دی وايي ، "که زموږ له وجې د دوه ملکونو اړيکې د لوبو له لارې ښې کېدای شي نو موږ هر وخت تيار يو او دا به زموږ لپاره هم لويه د اعزاز خبره وي"

د پښتون لوبډلې اخستونکو د پاکستان سپرليګ په دوېمو سياليو کې د پېښور زلمي لوبډلې ملاتړ کړی وو او اوس وايي چې دوي به د قبايلي سيمو ترڅنګ د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې د لوبو په مېدان کې خپلې هڅې کوي.

په پښتون لوبډله کې شاهد اپرېدی (کپتان)، فخرزمان، سهېل خان، شاهين افريدی ، عمرګل ، احمد شهزاد ، محمدعرفان ، تميم اقبال، نجيب ځدراڼ ، محمد نبي ، ليام ډاوسن، ډوين سمیت ، ثقلېن حېدر او امجدجاوېد.

د پاکستان پخوانی ویکټ ساتونکی لوبغاړی معين خان به د پښتون لوبډلې روزونکی او پخوانی پاکستانی بالر او د افغانستان پخوانی روزونکی کبيرخان به یې مرستیال وي.

ټي ټېن سيالۍ به د دسمبر پر څوارلسمه پېل کېږي او تر اوولسم دسمبره روانې وي. دا ټولې سيالۍ به په شارجه کرکټ لوبغالي کې لوبېږي.

XS
SM
MD
LG