د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان شمال کښې د فرانسويو او الجزایري داعشیانو شتون!


فرانس پرېس خبري اژانس د افغان او بهرنیو چارواکو په حواله خبر ورکړی چې یو شمېر فرانسوي او الجزایري وسله‎وال چې په سوریه کې د داعش د وسله‎والو په ملاتړ جنګېدل، افغانستان ته تللي دي.

د فرانس پرس په حواله، دا وسله‎وال د افغانستان په شمالي سیمو کښې له داعش سره یوځای شوي دي.

دا اول وار دی چې په افغانستان کې د داعش د فرانسوي وسله‎والو د حضور خبر خپور شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس د یو شمېر څارونکو په حواله ویلي چې داعش په عراق او سوریه کې ماته خوړلې، نو ښايي یو شمېر وسله‎وال‌ يې له منځني ختيځه تښتېدلي او د افغانستان لور ته‌ یې مخه کړې وي.

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ ولسوال باز محمد داور فرانس پرېس ته ویلي چې د داعش یوشمېر فرانسوي او الجزایري وسله‎وال په نومبر میاشت کښې هغه ولایت ته ورغلي دي.

د جوزجان درزاب ولسوالۍ
د جوزجان درزاب ولسوالۍ

​داور زیاته کړې چې په ورغلیو کسانو کښې ښځې هم شته او وسله‎وال له تاجکستانه د افغانستان خاورې ته وراوښتي دي.

د درزاب د ولسوال په وینا، په ورغلو وسله‎والو کښې د چچنیا او ازبکستان وګړي هم دي.

د درزاب د ولسوال په وینا، د داعش فرانسوي او الجزایري وسله‎وال چې ښايي په عراق او سوریه کې جنګېدل، غالباً په افغانستان او پاکستان کښې له اسلامي دولت نومې شبکې سره چې ځان ته د خراسان دولت وايي، یوځای شوي دي.

نېکلسن ویلي چې د داعش ډلې ریښې به وایستل شي.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري فرانس پرېس ته ویلي، داسې ښځې او نارینه چې په فرانسوي ژبه خبرې کوي، په هغه ولایت کښې لیدل شوي او په درزاب ولسوالۍ کښې د داعش وسله‎والو ته روزنه ورکوي.

د جوزجان د والي ویاند فرانس پرس ته ویلي چې داسې راپورونه ورته رسېدلي چې له ورغلو کسانو سره کوچنیان هم شته چې شمېر یې ښايي د ۵۰ په شااوخوا کې وي.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري

د درزاب ولسوال هم له فرانس پرېس سره په خبرو کښې څرګنده کړې چې لږ تر لږه ۲۰۰ وسله‎والو چې بهرنیان پکښې دي، د بي بي مریم په کلي کښې یې کمپ جوړ کړی دی.

د سیمې یوه اوسېدونکي چې نوم‌ یې نه ‎دی اخېستل شوی، د فرانسې خبري اژانس ته څرګنده کړې هغه بهرني وسله‎وال چې سیمې ته ورغلي، ځوانان دي، لوړې ونې او سپین پوستکي لري، د مختلفو هېوادونو خلک دي، له چا سره خبرې نه ‎کوي او سرحدي سیمو ته په تګ-راتګ کښې دي.

د فرانس پرس په حواله، یو شمېر اروپايي سرچینو باور څرګند کړی چې وسله‎وال کسان د تاجکستان له لارې افغانستان ته ځي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، یوه فرانسوي وګړي چې د جولای په میاشت کې نیول شوی و، منلې وه چې غوښتل‌يې په افغانستان کې د داعش له وسله‎والو سره یوځای شي.

د افغانستان امنیتي ادارو په شمالي ولایتونو کښې د داعش د الجزایري او فرانسوي وسله‎والو د حضور په اړه خبرې نه‎ دي کړي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن ویلي چې د داعش ډلې ریښې به وایستل شي.

XS
SM
MD
LG