د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان کې لا هم د بشري حقونو وضعيت خراب دی"


پراګ - په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کارکونکو ادارو چارواکي وایي چې په دې هېواد کې سږ کال هم د بشري حقونو وضعيت نه دی ښه شوی.

دوی دا خبره پر يکشنبه يا اتوار د بشري حقونو نړيوالې ورځې په مناسبت مشال راډیو ته وکړه.

د بشري حقونو یوه سازمان یونیورسل هیومن رایټس مشر شهباز ایم نازمشال راډيو ته ويلي چې سږ کال هم داسې ډېرې پېښې شوې چې پکې د اساسي بشري حقونو سرغړونې شوې دي.

که څه هم سږ کال په سیمه کې امنیتي وضعيت لږ څه ښه شوی دی خو د بې درکه کړل شويو کسانو د موندولو په ګډون په ځېنو نورو برخو کې څه خاص پرمختګ نه دی شوی. کامران عارف

ده زياته کړه:

((سږ کال تر پخوا کلونو زیاتې پېښې شوې دي په تېره بيا که په پاکستان کې د مذهبي لږکیو ژوند ته وکتل شي نو خلکو قانون مات کړی دی او که سمې پلټڼې وشوې نو و به ښيې چې د قانون سم استعمال نه دی شوی.))

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مرستیال مشر کامران عارف وایي چې که څه هم سږ کال په سیمه کې امنیتي وضعيت لږ څه ښه شوی دی خو د بې درکه کړل شويو کسانو د موندولو په ګډون په ځېنو نورو برخو کې څه خاص پرمختګ نه دی شوی.

نوموړي زياته کړه: ((د بې درکه کړل شويو ستونزه لا هم پرځای پرته ده او نه هم په دې لړ کې څه داسې پرمختګ شوی چېوويل شي چې ستونزه د حل پر لوري روانه ده.))

کامران عارف وايي، سږکال يو مثبت کار دا شوی دی چې پر فاټا اصلاحاتو او ايف سي ار قانون ختمولو بحثونه کېږي او په دې اړه په خلکو کې پوهاوی هم راغلی دی.

په قامي اسمبلۍکې د بشري حقونو د کمېټۍ مشر بابر نواز خان وایي چې مرکزي حکومت د بشري حقونو په حواله قانون سازي کړې ده او د بلوچستان او فاټا مسيلو ته يې زیاته پاملرنه کړې ده.

د قبایلي سیمو یو کارپوه محب وزیر بیا وایي چې په فاټا کې د بشري حقونو وضعيت لا هم د پخوا په شان دی.

د ده په وينا چې تر څو د ايف سي ار قانون بدل نه شي تر هغو د بشري حقونو خراب وضعيت نه شي سمېدلای.

XS
SM
MD
LG