د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکمتیار: وسله وال طالبان دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي


خوست - د حزب اسلامي مشر پر اوسله والو طالبانو ږغ کړی چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

نوموړي د يکشنبې په ورځ په خوست کې د خپلو پلویانو په غونډه کې وويل چې وسله وال طالبان دې له بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان د حکومت او نظام د راتلونکې په اړه خبرو ته لیوالتیا نه ښيي، ځکه هغوی په سوله کې خپل ملاحظات لري.

نوموړی وايي، که حزب اسلامي له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه وای کړې، نو هېڅکله به مذاکرات نه وو بریالي شوي.

وسله وال طالبان دې له بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان د حکومت او نظام د راتلونکې په اړه خبرو ته لیوالتیا نه ښيي، ځکه هغوی په سوله کې خپل ملاحظات لري. ګلبدين حکمتيار

ده له سیاسي ګوندونو او بېلابیلو ډلو هم وغوښتل چې پخواني اختلافونه هېر کړي او د روان کړکېچ په ختمولو کې سره مرسته وکړي.

حکمتيار له خلکو وغوښتل چې د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو څخه د سولې د یو فرصت په توګه ګټه واخلي او هغو کسانو ته رایه ورکړي، چې خاورې، ولس او سولې ته ژمن وي.

حکمتیار له افغان حکومت هم وغوښتل، چې پر ټاکلي وخت دې په شفافه توګه د ولسي جرګې انتخابات وکړي.

ده زیاته کړه، ځکه پر انتخاباتو ټېنګار کوي، چې هېواد د کړکېچ ختمولو بله لار نه ویني.

د حزب اسلامي مشر په افغانستان کې د روان سیاسي کړکېچ په حل کې د لويې پکتیا د ولسونو ونډه هم مهمه وبلله.

د ده په وینا، ولس کولای شي په هېواد کې یو ځواکمن حکومت جوړ کړي او له شکه پرته هغه حکومت به ځواکمن وي، چې د لويې پکتیا د خلکو ملاتړ ولري.

د حزب اسلامي مشر په خوست کې د خپلو پلويانو غونډې ته وينا وکړه.
د حزب اسلامي مشر په خوست کې د خپلو پلويانو غونډې ته وينا وکړه.

​ګلبدین حکمتیار په غونډه کې له خلکو وغوښتل چې لویه پکتیا د سولې کور کړي.

په غونډه کې د خوست والي حکم خان حبیبي هم پر افغان حکومت ږغ وکړ، چې د هېواد د سیاسي، امنیتي او ټولنیز ثبات لپاره دې په نظام او په ځانګړي ډول، په امنیتي سېکټور کې د مجاهدینو ونډه زیاته کړي.

ده هم ټېنګار وکړ، چې په شفافه او عادلانه توګه دې راتلونکې ټولټاکنې ترسره شي.

په غونډه کې د ښځو په استازیتوب په خوست کې د ولسي جرګې استازې ساهرې شریف هم له وسله والو طالبانو و غوښتل چې د حزب اسلامي په شان دې سالم سیاست وکړي او له جګړو دې لاس واخلي.

حکومت دې د هېواد د سیاسي، امنیتي او ټولنیز ثبات لپاره په نظام په ځانګړي ډول په امنیتي سکټور کې د مجاهدینو ونډه زیاته کړي. حکم خان حبیبي

په غونډه د قومي مشرانو په استازیتوب د سولې د عالي شورا غړي علي احمد خان هم په خپلو خبرو کې له افغان حکومته ګیله وکړه چې په نظام کې يې د خوست کدرونو ته پوره ونډه نده ورکړې.

ده غوښتنه وکړه، په ولسي جرګه کې دې، د خوست نفوسو ته په کتو هرې ولسوالۍ ته د یوې څوکۍ ونډه ورکړل شي.

ګلبدين حکمتیار د غونډې له ګډونوالو سره ژمنه وکړه، چې په نېږدې راتلونکې کې به د ځان لخوا د یوه لوی او معیاري پوهنتون د بنسټ ډبره کېږدي.

د حزب اسلامي مشر حکمتیار له افغان حکومت سره تر یو ځای کېدو وروسته په لغمان، جلال اباد او هرات کې هم ورته غونډې کړې وې.

XS
SM
MD
LG