د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په ننګرهار کې ۱۰ تښتوونکي نيول شوي دي"


جلال اباد - د ننګرهار چارواکي وايي چې ملي امنیتي ځواکونو د ولسي خلکو په مرسته يو ځوان له تښتوونکو خلاص کړی او په دې تړاو يې تښتوونکي نيولي چې په هغوي خپل جرم منلی دی.

یوه میاشت وړاندې د اېمل په نوم يو ځوان د کامې ولسوالۍ اخوند کلا څخه تښتول شوی وو چې کورنې يې هغه مهال د کامې ولسوالۍ د ملي امنیتي ځواکونو سره ثبت کړه چې ملي امنیتي ځواکونه د ولس خلکو په مرسته په دې وتوانېدل چې تښتول شوی کس راخلاص کړي.

د یکشنبې پر ورځ د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ملي امنيت له رييس سره په يوه ګډ خبرې کنفرانس کې د دې قضیې په اړه خبريالانو ته وویل چې هغه ډله چې ټول ۱۰ کسان ول، چې مشري يې د لغمان د بادپښ اوسېدونکي خلیل الرحمن کوله او ورسره د کامې يو شمېر کسان وو، ونيول شول.​

هغه ډله چې ټول ۱۰ کسان وو، چې مشري يې د لغمان د بادپښ يوه اوسېدونکي کوله او ورسره د کامې يو شمېر کسان وو، نيول شوي دي. ګلاب منګل

هغه ادعا وکړه چې دغو کسانو خپل جرم منلی دی.

د ننګرهار د ملي امنيت رييس تورن جنرال محمد طاهر مومند وايي چې که د څېړنو په نتیجه کې هر څوک د انسان تښوونو په پېښو کې لاس ولري، دوی به يې د قانون منګولو ته سپاري.

((زموږ څېړنې دوام لري، تر اوسه پورې بشپړې شوي نه دي، تر اوسه چې کوم تحقیقات زموږ له خوا نه شوي، دوی په خپل جرم اعتراف کړی، کله چې څېړنې مکملې شي، بیا تاسو ته معلومات درکوو.))

له انسان تښتوونکو څخه ازاد شوي زلمی د ننګرهار د رسنيو په دفتر کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

نوموړي خبریالانو ته وویل چې په يوه سمڅه کې ساتل کېده او یوازې چای او وچه ډوډۍ ورکول کېدله.

((ماښام وخت وو چې کور ته تلم، يوه سيلوري کورولا مې مخې ته ودرېده، څلور تنه وسله وال ترې راښکته شول، لټونه يې راته ووهل، موټر کې يې واچولم، سترګې يې را وتړلې، ټوله شپه مو په غره کې مزل وکړ، په يوه سمڅه کې يې ساتلی وم او يوازې وچه ډوډۍ او تريخ چای به يې راکولې. درې لکه ډالر يې رانه غوښتل.))

د ذکر وړ ده چې په نيول شوي ۱۰ کسیز ګروپ کې څلور تنه د کامې ولسوالۍ دي چې د کامې ولسي خلکو د قومي تړون له مخې د هغوی کورونه ته اور اچولی دي.

XS
SM
MD
LG