د لاسرسي ځای

تازه خبر

سجاد توري: سياسي ګوندونه پر فاټا اصلاحاتو سياست کوي


فايل فوټو
فايل فوټو

د پاکستان په سېنېت کې له کورمې سره تړاو لرونکي سنېټر سجاد توري تور پورې کړی چې سياسي ګوندونه د فاټا پر اصلاحاتو سياست کوي.

نوموړي د يکشنبې په ورځ له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال پر سياسي ګوندونو انتقاد وکړ چې په اسمبلۍ کې فاټا اصلاحاتو ته خاص توجه نه ورکوي.

نوموړي زياته کړه چې واکمن مسلم ليګ (ن) او پېپلز ګوند چې په کوم قانون کې دلچسپی لري نو هغه له سېنېټ او قامي اسمبلۍ څخه په يوه ورځ کې منظور کړي خو د فاټا اصلاحاتو په اړه قانون ته هیڅ پاملرنه نه کوي.

سجاد توري تور پورې کوي چې سياسي ګوندونه د فاټا پر اصلاحاتو سياست کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:14 0:00

سجاد توري زياته کړه چې په راتلونکې کال کې په پاکستان کې ټولټاکنې کېدونکې دي نو ځکه د سياسي ګوندونه پر فاټا اصلاحاتو سياست کوي.

دا په داسې حال کې ده چې جماعت اسلامي د يکشنبې په ورځ له خېبر اېجنسۍ څخه د اسلام اباد پر لور د فاټا اصلاحاتي رپورټ نه عملي کېدو پرضد لاريون پیل کړی دی.

په راتلونکې کال کې په پاکستان کې ټولټاکنې کېدونکې دي نو ځکه سياسي ګوندونه پر فاټا اصلاحاتو سياست کوي سجاد توري

د شنبې په ورځ تحريک انصاف هم په اسلام اباد کې د فاټا اصلاحاتو په اړه غونډه کړې وه.

ددې ترڅنګ عوامي نېشنل ګوند هم په دې لړ کې احتجاجي مظاهرې کړې دي.

په قامي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړی علي محمد خان وايي چې حکومت د اصلاحاتو په اړه کړې ژمنه نه پوره کوي نو ځکه له دوی سره له مظاهرو پرته بله لار پاته شوې نه ده.

په قامي اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پخوانۍ غړې بشرا ګوهر وايي چې ګوند يې د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې پرېکړه ليک وړاندي کړی او منظور کړی وو چې پکې د فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورګډېدو غوښتنه شوې وه.

خپله واکمن مسلم ليګ(ن) هم وايي چې ډېر ژر به په اسمبلۍ کې د فاټا اصلاحاتي رپورټ عملي کولو لپاره اقدامات پیل کړي.

د جمعې په ورځ د ریاستي چارو او سرحداتو وزير جنرال عبدالقادر بلوڅ په خبرې غونډه کې ويلي وو چې په يوه اوونۍ کې به ايف سي ار قانون ختم کړل شي او سپريم کورټ او هايي کورټ دايره اختيار تر فاټا غځولو قانون به په قامي اسمبلۍ کې وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG