د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا اصلاحاتو په اړه د جماعت اسلامي لاريون


جمرود/اسلام اباد - جماعت اسلامي د فاټا اصلاحاتي رپورټ د نه عملي کېدو پرضد د اسلام اباد په لوري لاريون پیل کړی دی.

جماعت اسلامي د فاټا اصلاحاتو په اړه لاریون پیل کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:20 0:00

لاریون د یکشنبې ماسپښين يوه بجه له خېبر اېجنسۍ روان شو او د ډېسېمبر پر ۱۲مه به اسلام اباد ته رسي.

د دې ګوند مشران وايي، په لومړي پړاو کې به په پېښور کې مرکز اسلامي ته ځي او د دوشنبې پر ورځ به د اسلام اباد پر لوري روانېږي.

جماعت اسلامي يو له هغو ګوندونو دی چې پر مرکزي حکومت فشار اچوي چې پر فاټا اصلاحاتي رپورټ دې ژر تر ژره عمل وکړي.

د ګوند په خبره، مشران به يې اسلام اباد ته پر لاره په نوښار، حسن ابدال او ټېکسېلا کې د خلکو غونډو ته ويناګانې کوي.

جماعت اسلامي وايي چې لاريون به د سېشنبې په ورځ اسلام اباد ته رسېږي او هلته به په ډي چوک کې جسله کوي.

جماعت اسلامي يو له هغو ګوندونو دی چې پر مرکزي حکومت فشار اچوي چې پر فاټا اصلاحاتي رپورټ دې ژر تر ژره عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې هم د جمعې په ورځ د پاکستان د سرحداتو او رياستي چارو وزير جنرال عبدالقادر او د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ مشر سرتاج عزيز په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال اعلان کړی وو چې د فاټا اصلاحاتي رپورټ د عملي کولو په لومړي پړاو کې به په يوه اوونۍ کې دننه په فاټا کې اېف سي ار قانون ختم کړي.

قادر بلوڅ: په قبایلي سیمو کې به ايف سي ار په يوه اوونۍ کې ختم شي

دوی دا هم ويلي ول چې د دوشنبې له ورځې د قامي اسمبلۍ په شروع کېدونکې غونډه کې به يوه قانوني مسوده وړاندې کړي چې ورسره به يې د هېواد د لوړو عدالتونو دايره فاټا ته و غځول شي.

د ايف سي ار ختمولو په اړه د سرتاج عزيز څرګندونې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د سياسي ګوندونو د فشار په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې سرتاج عزيز ويلي ول چې احتجاج د هر چا سياسي حق دی البته د دوی ګوند ژمن دی چې فاټا اصلاحاتي رپورټ به عملي کوي.

XS
SM
MD
LG