د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژل شوي


د افغانستان د کابل امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې بېګاه شپه شاو خوا دوه بجې د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د پنج صد فامیلو په سیمه کې د یوې کورنۍ ۱۰غړي وژل شوي او دوه ټپيان دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال حقنواز حقیار د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي.

نومړی وايي، د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د پنج صد فامیلو ساحې د تپې په سر کې په یوه کورنۍ کې قتل شوی، د کورنۍ ۱۰ غړي وژل شوي دوه ټپيان دي، د څیړنې ټیم خپل کار پيل کړی دی.

حقیار زیاتوي چې په وژل شویو کې پنځه نارینه، څلور ښځې او یو ماشوم شامل دي او یوه ځوانه ښځه او یو ماشوم ټپیان دي.

د حقنواز حقیار په خبره د لومړنیو څیړنو له مخې دوه کورنیو چې په اصل کې د پروان ولایت اوسېدونکې دي، پر سږ کال په یو کور کې اوسېدل چې په خپل منځ کې یې شخړه راغلې وه.

د نوموړي په وینا د شخړې له مله یو کس بندی شوی و، چې له زندان څخه له خوشې کېدو وروسته یې د مقابلې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي دي.

دا لومړی ځل نه دي چې په کابل کې دا ډول پېښه رامنځه کېږي، له دې څه موده وړاندې د لسمې امنیتي حوزې اړوند د پایکوب نصوار په سیمه کې د یوې کورنۍ پنځه ماشومان په ورته پېښه کې وژل شوي و.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي د دغه ډول وژنو لاملونه غیر قانوني وسلې بولي او ټینګار کوي چې حکومت باید په کابل ښار کې د غیر قانوني وسلو ساتلو او ګرځولو مخه ونیسي.

د دغې کمېسیون غړې وږمې ساپۍ مشال راډيو ته وویل د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره ولس باید له حکومت سره همکاري وکړي.

نوموړې وايي،حکومت باید ولس او ولس باید له حکومت سره همکار شي، که همکاري نه وي، ستونزمنه ده چې د دا ډول پېښو مخه ونیول شي.

هغه وویل، قانون باید پلی شي، په کابل ښار کې ۵۵ فیصده خلک غیر قانوني وسلې ګرځوي او ساتي یې، حکومت یې باید مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تېره اوونۍ ویلي و چې له غیر مسوولو وسله والو د وسلو راټولو پلان وروستی شوی او تر راتلونکو دوو میاشتو به بشپړ شي.

له دې وړاندې هم د کورنیو چارو وزارت څو ځله دې ته ورته اقدامات کړي و، خو د ولسي جرګې د غړیو په وینا تر ډېره بریالی نه و، اوس به ولیدل شي چې د کورنیو چارو وزارت په دغه نوي پلان کې څومره بریالی کېږي.

XS
SM
MD
LG