د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې چاودنې ۷ کسان وژلي دي


د افغانستان د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې چاودنه شوې ده چې په کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي

د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال حقنواز حقیار رسنیو ته وویل د جمعې پر ماښام چاودنه شوې ده چې په کې ۱۶ کسان ژوبل شوي هم دي.

نوموړی وايي چاودنه د ګیس پلورلو په یوه دکان کې شوې ده چې له امله یې په سیمه کې ولاړو یو شمېر موټرو ته هم زیان رسیدلی دی.

تر دې مخکې ځینو راپورونو کې ویل شوی وو چې دا چاودنه د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال محمد خان کور ته نږدې شوې ده.

XS
SM
MD
LG