د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر بیت المقدس د پاکستان حکومت او ګوندونو غبرګون ښودلی


د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي

د پاکستان حکومت او سیاسي ګوندونو د امریکا لخوا بېت المقدس په رسمي توګه د اسرایل پلازمېنه ګرځولو ته غبرګون ښودلی دی.

د چارشنبې په ماښام د پاکستاني وزیراعظم له دفتر په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا پرېکړه د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ده.

د پاکستاني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي دې بیان زیاته کړې چې له تل ابیب څخه به د امریکايي سفارت بیت المقدس ته بدلېده د دې ښار قانوني او تاریخي حېثیت بدل کړي.

په بیان کې د پاکستاني وزیراعظم له خوا پر امریکا غږ شوی چې زر تر زره دې خپلې پرېکړې ته له سره کتنه وکړي.

نوموړي ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید دې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي او اړین ګامونه دې واخلي.

د پاکستان مذهبي سیاسي ګوند جمات اسلامي د پنجشنبې په ورځ اعلان شوی چې د جمعې په ورځ به د امریکايي ولسمشر د دې پرېکړې پرضد په ټول ملک کې احتجاجونه کوي.

د یاد ګوند یو مخکښ پروفېسر ابراهیم مشال راډیو ته وویل ، دوی د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې پرېکړې مخالف دي.

ده وویل ، امریکا باید خپله پرېکړه بیرته واخلي ځکه چې القدس د فلسطین مرکز دی او هیڅوک دې ته تیار نه دي چې دا دې اسرایلو ته ورکړل شي.

جمات اسلامي او پاکستان تحریک انصاف غوښتنه کړې ده چې د پاکستان پارلمان دې نور څه پرېږدي او پر دې مسله دې بحث وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف چیرمېن عمران خان ویلي چې ټولې اسلامي نړۍ ته په کار ده چې د دې پرېکړې پرضد احتجاج وکړي.

عمران خان ویلي ، د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي ملکونو سازمان(او ايي سي ) چې کومه غونډه رابللې نو هغه یې سم کار کړی.

د پاکستان د سېنټ د دفاع قایمه کمېټۍ مشر سنېټر مشاهد حسېن سید وایي د امریکا له دې پرېکړې سره به د اسلامي نړۍ او دې هیواد ترمنځ په اړیکو کې واټڼ زیات شي.

ده وویل ،پاپ فرانسس چې د عیسایانو مشر دی هغه هم د دې فېصلې غندنه کړی ده.

بېت المقدس د مسلمانانو لوموړۍ قبله هم وه خو یاد ښار یوازې مسلمانانو ته نه بلکې یهودانو او عیسایانو ته هم په مذهبي توګه ډېر مقدس دی.

مشاهد حسېن سید ویلي ، له دې سره به د منځني ختیځ حلات نور اغېزمن شي او د فلسطین مسله به نوره پېچلې شي.

بل پلو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له دې پرېکړې سره به نه یوازې د سیمې لپاره د سولې هڅې اغېزمنې شي بلکې په منځني ختیځ کې د تلپاتې امن کوششونو ته هم نقصان رسي.

په قومي اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر او د پپلز ګوند مهم مخکښ خورشید شاه ویلي چې له دې پرېکړې سره په اسلامي نړۍ کې ګډوډي او کړکېچ رامنځ ته کېدای شي.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ د چارشنبې په ماښام اعلان وکړ چې دوی بېت المقدس په رسمي توګه د اسرایل پلازمېنه بولي او امر یې کړی دی چې د امریکا سفارت دې له تل ابیب څخه دې ښار ته انتقال شي.

XS
SM
MD
LG