د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوی سټراتيژیک پلان به د لوی څارنوالی کارونه منسجم کړي


د افغانستان لوی څارنوالی د خپل نوي پنځه کلن سټراتيژیک پلان په طرحه کې د خلکو نظرونو ته د ځای ورکولو په خاطر د زونونو په کچه د نظر غوښتنې مشورتي ناستې پيل کړي دي.

چارواکي وايي، د نوي سټراتيژيک پلان په پلکي کیدو سره به په څارنوالیو کې هر اړخیز اصلاحات رامنځته شي او خلکو سره به يې اړیکې نږدې شي.

په همدې موخه د چارشنبې په ورځ د سویل ختیځ زون په کچه مشتوري ناسته په خوست کې جوړه شوې وه.

د لوی څارنوالی د پلان جوړونې ادارې مشر حضرت بلال شینواری مشال راډیو ته د نوې جوړیدونکې سټراتیژۍ د ارزښت په تړاو وویل، یاد پلان به د خلکو د نظرونو او غوښتنو په رڼا کې جوړه شي.

ښاغلی شينواري زیاتوي:

((نوې سټراتيژي به یو مشخصه دیدګاه او لرلید ولري، چې لوی څارنوالی پنځه کاله وروسته کوم ځای ته ځان رسول غواړي، بل دې ته به داسې عملیاتي پلانونه جوړیږي، چې د هر پلان د پلي کیدو وخت به مشخصوي، نو موږ به د دې نظرونو په شتون کې یو تحلیل ولرو ښه.))

د خوست د استناف څارنوالی رييس رحیم الله رامح وايي، چې د نوي سټراټيژیک پلي کیدل ممکن دي او زیاتوي، چې یاد پنځه کلن پلان د هر فعالیت لپاره ځانګړي میکانیزمونه پیش بیني کړي او که ګام په ګام پلي شي د لوی څارنوالی کارونه ته به انسجام ورکړي.

د لوی څارنوالی په سټراتيژیک پلان او فعالیتونو کې د بشري حقونو د تضمین مساله د پام وړ ده.

په ګردیز کې د بشري حقونو د سویل ختیز زون د سیمه ییز دفتر مشر نوراحمد شهیم وايي، د لوی څارنوالی په سټراتيژيک پلان کې د بشري حقونو سرچینې په ښه بڼه پیش بیني شوي او پلي کېدنه به يې ښې پایلې ولري.

بلخوا د مشورتي ناستې ګډونوال او د مجاهدینو د شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ وايي، چې تر اوسه څارنوالی د کار او وسایلو له نظره د لازمو وړتیاوو برخمنې نه دي او نه يې د خلکو داسې باور خپل کړی چې خلک ورسره د مجرمینو په پيژندلو کې مرسته وکړي.

د سټراتيژیکو پلانونو د پلي کیدو اساسي فکټورونه ټولنیزې او اقتصادي او ډيموګرافيکي سروې ګانې او د نفوسو کره شمېره بلل کیږي.

د چارو کارپوه نواب امیرزی همدا خبره کوي او زیاتوي که دا ډول سروې ګانې ونشي، نو هر ډول اقتصادي او حقوقي سټراتيژۍ به د پلي کیدو پوره زمینې ونلري.

ښاغلی امیرزی زیاتوي،افغان حکومت باید یادې مسالې په پام کې نیسي.

که څه هم په وروستیو کلونو کې د پوهنې، روغتیا، کرنې، ښاروالیو، ځوانانو او ځينو عایداتي ادارو لپاره پنځه کلن سټراتيژیک پلانونه جوړ شوي، خو د کتونکو له انده یاد پلانونه په ادارو کې د کافي ظرفیتونو د نشتون، نا مساعدو سیاسي او امنیتي حالاتو او اقتصادي ناخوالو له کبله په پوره ډول ندي عملي شوي.

XS
SM
MD
LG