په تاندې هیلې خپرونه کې د خیبر پښتونخوا د مردان د نجونو د هاییر سیکنډري سکول د پرنسپلې سعیده اختر سره د سیمې د ښځو استادانو پر مسلو او د جینکو په سکولونو کې په سهولتونو خبرې کوو.
سعیده اختر وایي باید میندې او پلرونه د خپلو بچو په تعلیمي هلو ځلو کې برخه واخلي، او د خپلو بچو نه هره ورځ دا پوښتنه وکړي چې نن یې په سکول کې ورځ څنګه وه؟
هغه وایي باید حکومت او ټولنه تر ټولو زیاته توجو پرایمري سکولونو ته ورکړي.د هغې په خبره لومړنۍ زده کړې د ماشومانو په تعلیم کې بنیادی ځای لري نو ځکه دې ته زیات پام کول ضروري دي.
نښلول
شریک کړئ
تاندې هیلې
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:14:05
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
فرخنده اسد
فرخنده اسد د مشال راډیو خبریاله وه چې د پاکستان او افغانستان په اړه یې د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوله.