د لاسرسي ځای

د پاکستان پېپلز ګوند شريک چېرمېن اصف علي زرداري ويلي دي چې دوه ځله يې د نواز شريف جمهوريت بچ کړی دی یو ځل د جعلي الېکشن او دوېم ځل د پاکستان تحريک انصاف احتجاجي ناستې په دوران کې خو اوس به د نوموړي جمهوريت بچکولو پرځای خپل جمهوريت مخې ته وړلو.

د پاکستان پيپلز ګوند د بنسټ اېښودو ۵۰ کليزې په لړ کې ياد ګوند د نهې پر ورځ د اسلام اباد په پرېډ مېدان کې جلسه وکړه چې پکې د ياد ګوند له مشرانو علاوه په لوې شمېر کې کارکنانو هم ګډون وکړل.

جلسې ته خپلې په وینا کې اصف علي زرداري وويل چې د دوی په دور حکومت کې نه صرف د پاکستان معاشي وضع ډېره ښه وه بلکې د سرکاري ملازمينو تنخواګانې زياتولو سره سره يې پښتنو ته شناخت هم ورکړل.

له افغانستان سره اړيکو په اړه نوموړي وویل،موږ غواړو چې افغانان دې زموږ ملګري وي او په دې خبره دې پوهه شي چې صرف هغوی نه بلکې موږ هم په مشکل کې یو نو راځئ چې په ګډه د دواړو ملکونو سرحدونه محفوظه کړو.

نوموړی وايي، موږ غواړو چې افغانستان ترقي وکړي او د خپل ګوند او د پاکستان لخوا ورته دا یقين ورکوم چې د شک په نظر دې راته نه ګوري ځکه چې پاکستان په خپله د ترهګرۍ ښکار دې او وسله وال د دواړو ملکونو ګډ دښمنان دي نو راځۍ چې په ګډه يې مقابله وکړو.

جلسې ته د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وويل چې په جمهوريت کې پاکستان مخ پر وړاندې تللی شي او ګڼي چې جمهوريت دوی ټول متحد ساتلی شي،

ده وویل، تاسو ټولو ته معلومه ده چې ذوالفقار علي بوټو ته هغه وخت اقتدار ورکړل شوی چې ملک په دوو برخو کې تقسيم شوی وو او په معاشي توګه هم حالات ښه نه وو خو نوموړي نه صرف پاکستان په معاشي توګه مضبوط کړل بلکې دې ملک ته يې ايين هم ورکړل خو جمهوريت مخالفه قوتونو د جمهوري پاکستان پرضد سازشونه پیل کړل او بوټو ته يې پانسي ورکړه پيپلز ګوند ته تل په مشکل حالاتو کې ملک حواله کړې شوی دی او یاد ګوند به د ولس د خېر ښېګړې لپاره خپل کوښښونه جاري ساتي.

د ذکر ده چې ۱۹۶۷م کال د اکتوبر په ۳۰مه نېټه کې ذوالفقار علي بوټو د پاکستان پيپلز ګوند بنياد کېښودو او تر دې دمه ياد ګوند پنځه ځله په اقتدار کې پاتې شوی دی.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG