د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ښځو د تشدد خلاف ۱۶ ورځنی مهم او زموږ ټولنه


په سوات کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکي یوه غیر سرکاري اداره اوېکننګ وایي سږ کال تر اوسه یوازې په سوات کې ۴۶ پېښې مخې ته راغلې دي چې پکې د غیرت او پت په نوم وژنې شوي دي.

د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې له ۲۵م نومبره تر ۱۰م دسمبره پر ښځو د تشدد ختمولو کمپېن روان دی.

د یوې وروستۍ نړیوالې سروې ترمخه پاکستان د هغو هېوادونو په لیسټ کې پر څلورم نمبر دی چې د ښځو لپاره یوه خوندي ټولنه نه لري. دغه سروې په ۱۵۳ هېوادونو کې شوې ده.

د بشري حقونو لپاره کارکونکې غیر سرکاري ادارې وایي په پاکستان په تېره (په خاصه توګه) په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې زیاتره ناموسي وژنې د خوښې واده کولو پر سر کېږي.

تاندې هیلې
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په تاندې هیلې پروګرام کې پر دې خبرې کوو، چې پر ښځو تشدد او د پت او غیرت په نوم وژنو کې دیني عالمان، حکومتي او غیر سرکاري ادارې څه کردار ادا کولی شي.

د دې خپرونې کوربنه فرخنده اسد ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG