د لاسرسي ځای

تازه خبر

ککړې هوا او لوګي کې د هند او سريلنکا پرکرکټ لوبې نيوکې


د هند په سرښار نوي دهلي کې له دې کبله د نړيوالو لوبو کولو په اړه بحثونه راپورته شوي دي چې دغلته روان کرکټ سيالۍ کې د کوربه هېواد په وړاندې د سريلنکا لوبغاړو ماسکونه يا مخ پټوني اغوستي وو. دوی له ککړې هوا او زيات لوګي ځان ساته.

د هند په سرښار کې هر ژمی هوا خرابېږي خو ايجنسي فرانس پريس په يو رپورټ کې وايي چې دا ځل یې ساری نشته. د دريو سياليوو د لړۍ دا دوهمه لوبه په فيروز شاه کوټله مېدان کې روانه ده. لومړۍ هغه هند ګټلې وه. کله چې د سريلنکا لوبغاړو په دې سيالۍ کې له ساتنګۍ شکايت وکړ او د ماسکونو اغوستو سربېره يې قی کاوه، نو پوښتنه راپورته شوه چې آيا په اوس وخت کې دلته لوبې کول سمه فېصله ده؟ په ټولنيزو مطبوعاتو کې په دې اړه بحثونه روان دي.

د لوبغاړو ناروغه کېدو سربېره هم امپايرانو دا ميچ ونه دراوه. ايجنسي فرانس پريس د هند ډاکټرانو اتحاديې په حواله ويلي چې په اوسنۍ خرابه هوا کې لوبې کول د لوبغاړو ژوند په خطر کې اچول دي. د دغې اتحاديې مشر کی کی اګروال ياد اژانس ته ويلي چې د پنځو ورځو په ټيسټ لوبه کې خرابه هوا کې ساه اخيستل په اوږدمهال کې روغتيايي ستونزې پېدا کوي.

د هند کرکټ بورډ په خپل بيان کې پر سريلنکا نيوکې کړې چې لوبغاړو يې هسې لويه مسله جوړه کړې. دې بورډ د هند کرکټ لوبډلې مشر ويرات کوهلي مثال راوړی چې په دې لوبه کې يې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۳ منډې جوړې کړي.

ويرات کوهلي
ويرات کوهلي

مطبوعاتو ليکلي چې د نوي دهلي د ککړې هوا وجه د ښار په خوا او شا کې د کروندګرو له خوا په پټيوو کې د فصلونو پاتې شوني سوځول، يخ موسم او د موټرو لوګی دی. ای، ايف، پي خبري اژانس ليکلي چې د روغتيا نړيواله اداره دا لوګی د صحت لپاره ځکه خطرناک بولي چې په نوي دهلي کې د ککړې هوا کچه له آخري حد څخه اتلس ځله لوړه ده. اژانس ويلي چې د هوا دا ککړتيا د سينې او زړه ناروغۍ ترڅنګ د سږو سرطان هم پېدا کېدلی شي.

په تېر اکتوبر کې په هند کې له ۱۷ کلونو څخه کم عمره لوبغاړو فټبال نړيوال کپ شوی خو ای، ايف، پي ليکلي چې د دې سياليوومهالويش له دې کبله بدل شو چې په نوي دهلي کې لوبې ونه کړي. دلته حکومت د هوا خرابۍ او ډېر دود له وجې تېره مياشت بيړنی حالت اعلان او ښوونځي یې بند کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG