د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هندي فلمونو ستوری ششي کپور مړ شو


د هندي فلمونو ستورې ششي کپور چې په یوشمېر هندي فلمونو کې یې د هیرو رول کړی وو، نن ېې له نړۍ سترګې پټې کړې.

هغه د خپل فلمي ژوند پیل په ۱۹۵۹ کال کې کړی وو، خو زیاتره ښه او کامیابه فلمونه یي د ۱۹۷۰ م او ۱۹۸۰ م په لسیزو کې ورکړي دي. د هغه زیاتره ښه فلمونه له راکي، زینت امان او شرمیلا ټیګور سره راغلې دي، چې په هغه وخت کې د ښځو د رول لپاره تر ټولو غوره او د خوښې اداکارنې وې.

زیات مشهور فلمونه یي راجا صاحب، جب جب پول کیلې، جانور اور انسان، حسینه مان جایې ګي،انسانیت، چور سپاهي، دوسرا آدمي، نمک حلال، پیار کا موسم، سهانه سفر، شرمیلي او ګڼ نور شامل دي.

په یوشمېر فلمونو کې خلکو د هغه او امیتابچن ګډ کار زیات خوښ کړی دی. او پر دواړو جوړې شوې سندرې تر نن ورځې پورې خلکو ته یادې دي، چې یوه مشهوره پکې اې یار سن یاري تیري مجې زندګي سې بي پیاري هې.

ششي کپور د مشهور هنرمند او هدایت کار راج کپور کشر ورور او د پرتوي راج کپور زوی وو. هغه د کپور خاندان په هغو هنرمندانو کې یو وو، چې په خپل وخت کې یې ګڼ مینه وال لري، چې نه یوازې په هند بلکې په ګاونډیو هېوادونو پاکستان او افغانستان او دا شان د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې دي.

هغه په ۱۹۳۸ کال کې زیږېدلی وو، او د ۲۰۱۷ م کال د دسمبر په څلورمه یې د ممبۍ ښار په یوه روغتون کې د ورپېښې اوږدې ناروغۍ له کبله ساه ورکړه.

پر ټولنیزو رسنیو د هغه د هنر ملګرو، او مینه والو ورسره له مینې ډکې پیرزوینې وړاندې او لیکلې یې دي چې ششي کپور به د خپل کار له وجې تل په زړونو کې ژوندی وي.

XS
SM
MD
LG