د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي او پاکستاني پوځیان د ترهګرۍ ضد ګډ مشقونه کوي


پخوانی پاکستانی لوی درستیز راحیل شریف دا مهال د سعودي په مشرۍ د ترهګرۍ ضد پوځي ټلوالې مشر دی
پخوانی پاکستانی لوی درستیز راحیل شریف دا مهال د سعودي په مشرۍ د ترهګرۍ ضد پوځي ټلوالې مشر دی

د سعودي عرب په سرښار ریاض کې د پاکستان او د سعودي عرب پوځونو ترمنځ د ترهګرۍ پرضد ګډ پوځي مشقونه الشهاب دوهم روان دي.

د پاکستان پوځ د عامو اړیکو څانګۍ ایي اېس پي ار په وینا چې دا پوځي مشقونه تېر پنځویشتم نومبر نه پیل شوې و چې تر لسم دسمبر پورې به روان وي.

د پوځ د عامو اړیکو څانګه زیاتوي چې د دې پوځي مشقونو مقصد د ترهګرۍ مخنیوي شعبه کې یو بل نه عسکري تجربې زده کول او د دواړو ملکونو او پوځونو ترمنځ خپل منځي همکاري مضبوطول دي.

په دې مشقونو کې د پاکستان اېس اېس جي یا سپېشل سروسز ګروپ اته شپیته افسران او اهلکارانو ګډون کړې دې.

ایي اېس پي ار وایي چې پاکستان او سعودي عرب ترمنځ ژورې دفاعي او سفارتي اړیکې دي او د دواړو ملکونو پوځ اکثر له ګډ عسکري مشقونه کوي.

دې لړ کې د دفاعي چارو کار پوه او پخوانۍ برېګيډیر اسد منیر وایي داسي مشقونو نه زده کړې ترلاسه کیږي.

په هر ملک کې مختلف حالات وي. زموږ پوځ هغوي ته دا ویلي شي چې له وسله والو به یوه قبضه شوې سیمه څنګه واپس اخلې، په ښاریو کې به څنګه کار کوې نو چې کومه زموږ تجربه د ه او کوم استخباراتي عملیات مو کړې دي نو دا شیان ورته ښېلې شو.

دې لړ کې د دفاعي چارو کار پوه ریټایرډ برېګیډیر سید نذیر زیاتوي چې د سعودي په مشری کې جوړ کړی شوي اتحاد کې په عسکري لحاظ پاکستان ته اهمیت ترلاسه دی.

''وړاندې هم سعودي عرب سره زموږ دفاعي کمک و او وس د سعودي عرب په مشرۍ کې د ترهګرۍ پرضد جوړ کړل شوې اتحاد هم د پاکستان پخواني پوځي مشر په مشرۍ کې دی نو د پاکستان کردار پکې د جوثې او اهلیت مطابق درون دی. بل پاکستان به دې کې سیاسي، پوځي او استخباراتي لحاظ سره یو قسم متوازي رول لوبوي، د پاکستان د سعودي عرب نه پس یو مهم رول لري.''

د پاکستان او سعودی عرب پوځونو ترمنځ د الشهاب وړومبۍ عسکري مشق د پاکستان په جهلم ضلع کې کال ۲۰۱۵ کې شوی وو.

XS
SM
MD
LG