د لاسرسي ځای

تازه خبر

'خوست کې پر ښځو د تاوتریخوالي پېښې کمې شوي'


په خوست کې د ښځو چارو ریاست مسؤلینې وايي چې د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې نږدې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

دوی یادې څرګندونې د دوشنبې په ورځ د ښځو او مدني فعالانو په ګډون هغه غونډه کې وکړې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په موخه جوړه شوې وه.

د خوست د ښځو چارو رئيسې ملالۍ ولي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې سږ کال تر دې مهاله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۵ قضیې ثبت شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دوی سره د دا ډول پېښو شمېر ۵۵ وو.

د خوست د ښځو چارو رئيسه ملالۍ ولي
د خوست د ښځو چارو رئيسه ملالۍ ولي

د دې په وینا چې په‎دې قضیو کې د تفریق او طلاق، د نفقې نه‌ورکول، د کم عمر ودونه، بدل او داسې نورې قضیې شاملې دي.

د ښځو چارو رئيسه زیاتوي چې په اوس وخت کې د لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو نجونو او ښځو ته هم د دې زمینه برابره شوې چې د خپلو قضیو د څېړلو او پرمخ بیولو لپاره یادې ادارې ته مراجعه وکړي.

د ګل پاڼې په نوم یوې مدني فعالې په خپلو خبرو کې د زده‎کړو د فرصتونو د نشتوالي په ګډون د یو شمېر هغو ستونزو او ننګونو په باب خبرې وکړې چې د خوست نجونې ورسره مخامخ دي.

د ګل پاڼې په نوم یوه مدني فعاله
د ګل پاڼې په نوم یوه مدني فعاله

د دې په وینا هغو سیمو کې چې د نجونو لېسې نه‌شته، نو کورنۍ خپلې نجونې لیرې سیمو ته د زده‎کړو لپاره نه‌لېږي او ځینې کورنۍ د عمر په زیاتوالي د نجونو د زده‎کړو د دوام مخه نیسي.

ګل پاڼه زیاتوي، داسې تعلیم‌یافته نجونې او ښځې هم شته چې د کورنیو له‎خوا کار ته نه‌پرېښودل کېږي یا د زده‎کړو د دوام هیلې لري، خو کورنۍ يې واده کړي او د زده‎کړو هیلې يې نیمګړې پاتې شي.

د ولایت مقام د بشري منابعو رئيس نقیب‎الله متونوال چې په ناسته کې يې د ځايي چارواکو په استازوالۍ خبرې کولې، په‎دې خوښي څرګنده کړه چې په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې کموالی راغلی دی.

ښاغلي متونوال روانه جګړه، فقر او غریبي، ځیني ناسم دودونه او په خلکو کې د عامه پوهاوي د کچې ټيټوالی په ټوله کې د هغو لاملونو په توګه یاد کړل چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی رامنځته کوي.

په خوست کې د استېناف محکمې رئيس قضاوت‌مند مولوي محمدافضل ملاخېل وايي، که د ټولنې نارینه او ښځینه قشر په کورني ژوند کې شرعي او قانوني احکام پلي کړي، تاوتریخوالی نه‌رامنځته کېږي.

د استېناف محکمې رئيس قضاوت مند مولوي محمدافضل ملاخېل
د استېناف محکمې رئيس قضاوت مند مولوي محمدافضل ملاخېل

ښاغلی ملاخېل وړاندې وايي:

"تاوتریخوالی هم له شرعي لحاظه او هم د قانون له لحاظه یو ممنوعه عمل دی. تاوتریخوالی هغه وخت منځته راځي چې موږ د دې اصلونو به تطبیق پسې ونه‌ګرځو، نو بیا طبعاً مسایل تر څارنوالۍ، محاکمو او د ښځو تر ریاسته رسېږي یعنې خبره له کوره بیدیا ته وځي."

دا په‎داسې حال کې ده چې د ښځو چارو وزارت هم د هېواد په کچه په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د کمېدو خبره کړې ده.

د ښځو چارو وزارت د ارقامو له مخې تېر کال کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۶۹۵ پېښې ثبت کړې وې، خو سږ کال دا شمېره ۱۵۳۱ قضیو ته راښکته شوې ده.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې د کمولو له خوشبینیو سره سره یو شمېر کتونکي په‎دې اند دي چې تر اوسه هم له تاوتریخوالي څخه ټولې اغېزمنې ښځې او نجونې د کلتوري محدودیتونو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له کبله عدلي او قضايي ادارو ته لاسرسی نه‎لري او قضیې يې پټې پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG