د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د زرګونو کسانو غونډې د افغان حکومت ملاتړ اعلان کړی


جلال اباد - د یکشنبې په ورځ په جلال اباد کې د ختيځې سیمو ولسونو د افغانستان د نظام په ملاتړ او د تېرو درېو کلونو د لاسته راوړنو په اړه يوه غونډه وشوه چې په کې زرګونوکسانو برخه واخيسته.

سره له دې چې د ولسي جرګې یو شمېر استازي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دور کې د نظام چارواکي د اوسني نظام په خلاف په اپوزیشن جوړولو بوخت دي، په ننګرهار کې د ختيځې سيمې دیني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو د يوې غونډې په ترڅ کې د نظام د ملاتړ اعلان وکړ.

دغه غونډه چې د جلال اباد ښار په فټبال لوبغالي کې جوړه شوې وه، په زرګونو کسانو په کې ګډون کړی و.

د ننګرهار ولایت قومي مشر ملک حیات خان په خپله پرانستونکي وینا کې وویل:
((د جهمور ریيس په لارښوونه د افغانستان ملي اردو، ملي پوليسو او غیرتي ولسونو نن د داعش چیغې اسمان ته جګې کړې. د نظام ملاتړ کوو))

د افغانستان په تاريخ کې یو ولسمشر هم ملي، عایداتي او بنیادي پروژې نه وې تطبیق کړې، خو اوسني ولسمشر تطبیق کړې. مولوي الله يار

مولوي الله یار چې د کونړ ولایت د ولسونو په استازيتوب يې خبرې کولې وویل، ولسمشر په تېرو درېو کلونو کې داسې بنیادي پروژې پلي کړي چې د افغانستان په تاريخ کې سارۍ نه لري:

((د افغانستان په تاريخ کې یو ولسمشر هم ملي، عایداتي او بنیادي پروژې نه وې تطبیق کړې، خو اوسني ولسمشر تطبیق کړې، موږ ورته د افغانستان د خادم لقب ورکړی او له دغه لفب نه به موږ تر اخري سلګۍ پورې ملاتړ کوو.))

معلم کوچي د لغمان ولایت د خلکو په استازولۍ وويل، په افغانستان کې بهرني استخباراتي کړۍ فعالې دي او نه غواړې چې د افغانستان اوسنی نظام د پرمختګ په لور ګامونه واخلي:

((دلته خارجي استخباراتي کړۍ کار کوي او نه غواړي چې زموږ دا نظام همداسې پاتې شي. له دې بهتر نظام موږ نه لرو، نو راځئ چې ملاتړ ترې وکړو.))

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد درانی وويل:

((هغوی ته موږ د دې لپاره رایه نه ده ورکړې چې ته زما وکیل شوې، دا ملک هم خرڅوه، نظام هم بربادوه، د ولس په یو غم کې شریک هم مه اوسه او وروسته بیا څوک د یوه ملک ایجنټ اوسه او څوک د بل ملک ایجنټ اوسه.))

د غونډې په اخر کې د پرجېکټر په ذریعه په يوه لویه پرده د تېرو درېو کلونو لاسته راوړنې هم د غونډې ګډونوالو ته وښودل شوې..

XS
SM
MD
LG