د لاسرسي ځای

تازه خبر

حافظ سعید سیاسي فعالیتونه ولې پیل کړي؟


پراګ - د جمات الدعوه مشر، حافظ سعيد ويلي، غواړي د ملي مسلم ليګ ګوند تر بينر لاندې د ۲۰۱۸ ز کال عامو انتخاباتو ته کانديد شي.

حافظ سعيد د شنبې په ورځ په لاهور کې خبريالانو ته وويل، د راتلونکي ۲۰۱۸ ز کال عامو انتخاباتو ته د کانديدېدو هدف يې د کشمير د مسالې پر نړيوال کچ راپورته کول دي.

خو نوموړي خپلې انتخاباتي حلقې په اړه معلومات ورنکړل.

هند او امريکا دواړه پر حافظ سعيد تور پورې کوي چې د ممبۍ ښار د ۲۰۰۸ ز کال ترهګر بريدونه يې تنظيم کړي وو.

د پاکستان رياست به نړۍ ته د ويلو جوګه شي چې دا خلک اوس ترهګر نه بلکې د دولت د سياسي نظام برخه دي نو ځکه يې پر ضد اقدام نه شي کېدای. عايشه صديقه

خو هغه له دې انکار کوي.

په بريد کې د بهرنيو وګړيو په ګډون ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.

امريکا دده پر سر لس ميليونه ډالره جايزه اېښې ده.

د حافظ سعيد په انتخاباتو کې د کانديد د جوړېدو د اعلان په اړه په لندن کې مېشته د دفاعی چارو څېړونکې عايشه صديقه وايي، د نوموړي د سياسي فعاليت په ترڅ کې به دوه کاره وشي.

يو دا چې د پاکستان رياست ته به د هغه د نه نيولو جواز په لاس ورشي او دويمه دا چې د واکمن مسلم ليګ ن ګوند انتخاباتي حيثيت او صلاحيت ته به زيان ورسېږي.

((د پاکستان رياست به نړۍ ته د ويلو جوګه شي چې دا خلک اوس ترهګر نه بلکې د دولت د سياسي نظام يوه برخه دي، ځکه نو پر ضد يې اقدام نه شي کېدای.))

نوموړې زياته کړه چې حافظ سعيد انتخاباتي سياست ته په خپله نه دی راغلی بلکې راوستل شوی دی چې يو بل هدف يې د واکمن مسلم ليګ (ن) ګوند په راتلونکو انتخاباتو کې کمزوری کول دي.

خو عايشه صديقه فکر کوي چې که څه هم دا يو لنډ مهاله پلان دی خو اوږد مهاله اغېز به دا وي چې د دغسې ډلو نفوذ به په ټولنه کې ژور شي.

حافظ سعيد، د لاهور ښار په خپل کور کې د ۱۰ مياشتو د نظربندۍ سزا تېرولو وروسته عدالت د نومبر پر ۲۳مه خوشې کړ.

د پنجاب حکومت عدالت ته خواست کړی وو چې د هغه نظربندي د دوو نورو مياشتو لپاره وغځوي، خو عدالت و نه منله.

د دفاعي چارو يو بل شنونکی طلعت مسود وايي، د حافظ سعيد په څېر کسانو ته په انتخاباتو کې د برخې اخيستو فرصتونو برابرولو تر شا ښايي دا انګېزه وي چې دوی د مسالو د حل لپاره د جهادي مفکورو او کړنو پر ځای سياسي او سوله ييزه لار خپله کړي.

((د دې لپاره چې د دې ډلو په اړه ويل کيږي چې دا ډېرې سخت دريځه دي، دوی د هند ضد دي او غواړي په کشمير کې جهاد وکړي. ځکه نو دوی فکر کوي چې دې ډلو ته د هېواد په سياست کې ځای ورکړل شي او دوی وکولای شي خپل موقف په سياسي توګه بيان کړي، نه چې داسې کار روايانې وکړي چې هند ته د کشمير د مسالې د غلي کولو موقع په لاس ورشي.))

کېدای شي د پاکستان سېکوريټي يسټيبلېشمنټ حافظ سعيد او نورو ته ويلي وي چې داسې کارونه مه کوئ چې د پاکستان د تاوان لامل کيږي. جنرال طلعت مسعود

خو طلعت مسعود پوښتنه راپورته کوي چې هغه کوم قوتونه دي چې دې ډلو ته سياسي رول ورکول غواړي، او يا دا ګنې د دې تنظيمونو خپله فيصله ده؟

د ده په خبره دا هم کېدای شي د پاکستان سېکوريټي يسټيبلېشمنټ دوی ته ويلي وي چې داسې کارونه مه کوئ چې د پاکستان د تاوان لامل کيږي.

د جمات الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد له رسنیو سره په خبرو کې ويلي، د سياسي فعاليت هدف يې د کشمير د ازادۍ لپاره موثره غږ پورته کول دي.

څېړونکې عايشه صديقه دا هم نه مني چې ګواکې حافظ سعيد به د کشمير په نوم د زياتو پاکستاني وګړيو رای ترلاسه کړای شي.

((خلک د کشمير پر مساله جذباتي خو شی، خو که موږ تېرو ټاکنو ته وګورو، پر دې سربېره چې پيپلز ګوند شعارونه ورکول چې د مودي ملګري غداران دي، په ازاد کشمير کې هم چا رای ور نه کړې. نو د هېواد د نورو برخو اوسيدونکي به يې څه ورکړي؟ او فرض کړه که حافظ سعيد د کشمير پر مساله د هېواد ټول وګړي په ځان پسې هم کړي، نو له پاکستان سره د دې مسالې حل څه دی؟ خو زه فکر نه کوم چې د دوی هدف ګنې کشمير دی.))

جمات الدعوه ډلې د روان کال په اګست مياشت کې د ملي مسلم ليګ په نوم د ګوند جوړولو له لارې د پاکستان په سياست کې قدم کېښود.

د دې ګوند مشر، سيف الله خالد ويلي، د دوی د هڅو موخه له پاکستانه په اصلي معنو کې يو اسلامي او فلاحي رياست جوړول دي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ملي مسلم ليګ له راجسټرولو انکار کړی دی.

XS
SM
MD
LG