د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد - د ننګرهار چارواکي وايي، په جلال اباد ښار کې په ځانمرګي برید کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۱ ژوبل دي.

د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د یکشنبې پر ورځ د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، ځانمرګی برید ماسپښين شاوخوا یوه نیمه بجه له شېرزي لوبغالي سره نېږدې شوې.

ده وویل، په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم شامل دي او دا چې د پېښې ټول ښکار شوي، ولسي وګړي دي.

دا پېښه پر داسې وخت شوې چې د ختیځ ولایتونو ولسي مشران او خلک په شېرزي لوبغالي کې د افغان حکومت په ملاتړ تر غونډې وروسته کورونو ته روان ول.

خوږیاڼي زیاته کړه چې ځانمرګی بریدګر پر موټر سایکل سپور وو.

د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

د خالي پر ورځ هم په جلال اباد ښار کې درې پرله پسې چاودنې وشوې چې پکې د چارواکو له وینا سره سم، دوه پولیسان ووژل او شپږ ژوبل شول.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

څېرې - له رنګینه حمیدي سره خبرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:36 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG