د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود خان اڅکزی: د پاکستان آیین د قامونو ترمنځ تړون دی


محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي دي چې د پاکستان اساسي قانون هلته د اوسېدونکو قامونو ترمنځ تړون دی.

محمود خان اڅکزي ویلي ، پوځي ، جج ، سیاستوال ، خبریال او ټولو پر آیین لوړه کړې ده او آیین یو داسې تړون دی چې که په دې ګوتې ووهل شوې نو دا فیډرېشن (پاکستان) به تباه شي.

نوموړي دا څرګندونې د شنبې په ورځ د کوټې په ایوب سټېډیم کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند بنسټ اېښودونکي او نومیالي پښتون ملتپال مشر عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۴م تلین په اړه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.

محمود خان اڅکزي د وینا په پیل کې وویل ، “ موږ ته پېغور راکول کېږي چې موږ نواز شریف کوټې ته راوستی دی”.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوندغونډه
د پښتونخوا ملي عوامي ګوندغونډه

ده وویل ، “ زما هغه ورځ یاده ده چې د اسلامي جمهوري اتحاد جلوس دلته را روان وو. موږ هغه وخت د نواز شریف او له هغه سره د ملګرو نورو مشرانو له دې کبله په تورو بېرغونو هرکلی کړی وو چې موږ د دوی هغه ګام د ولس پرضد بالی.

خو د محمود خان اڅکزي په وینا ، دوی اوس له دې کبله د نواز شریف ملګري دي چې د پاکستان تر ټولو د مقبول او د پنجاب تر ټولو پر ولس ګران سیاسي مشر په توګه یې هوډ کړی چې په ملک کې به د پارلمان ، آیین او قانون واکمني وي.

محمود خان وویل ،“ نواز شریف صاحب که تاسو دا پرېکړه کړې ده چې پاکستان به یو پارلماني جمهوریت وي ، دلته به د آیین حکمراني وي ، پښتانه ، بلوڅ ، سیندهي ، سرایکي او پنجابي ته به د خپلو وطنونو پر وسایلو آییني ضمانت ورکول کېږي او کورنۍ او بهرنۍ تګلارې به د پارلمان په واک کې وي نو موږ بې له څه شرطه ستاسو ملګري یو”.

په دې غونډه کې د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف هم موجود وو
په دې غونډه کې د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف هم موجود وو

نوموړي په پاکستان کې جمهوریت او د آیین واکمنۍ ته په اشاره وویل ، دا کار که هر څوک کوي نو دوی یې ملګري دي ، ځکه چې د ده په وینا ، دوی یو جمهوري پاکستان غواړي.

محمود خان اڅکزي په پاکستان او سیمه کې روانو بدامنیو ته په اشاره وویل ، “میا صاحب هغه کلي ته بنجاری نه ورځي چې هلکان یې ډبرې ولي نو سیپیک به څنګه جوړ شي چې دلته ترهګري روانه ده؟

د چین د سینک یانګ صوبې له کاشغره د بلوچستان تر ګوادره جوړېدونکي اقتصادي راهدارۍ ته په انګلیسي کې – چاینا پاکستان اکنامک کورېډور (سیپیک) وايي.

محمود خان اڅکزي په پاکستان کې د قامونو ترمنځ د نه برابرۍ خپل دریځ بیا تکرار کړ او ویې ویل ، “ د بلوڅ او پښتانه ټوله ابادي د پنجاب د یوې ضلعې برابره ده خو زموږ شتمنۍ په اربونو ډالرو دي خو بیا هم موږ په غربت کې ژوند کوو”.

محمود خان اڅکزي پرمخ وویل چې د ده په وینا ، په پاکستان کې له پښتنو او بلوڅو سره په ځانګړي توګه ظلمونه شوي دي.

​ده نواز شریف مخاطب کړ او ویې ویل ، “ نواب نوروز خان په غرونو کې وو ، د قران واسیطه ورکړل شوه ، راکښته کړل شوو او بیا په دار وځړول وشو. خو د هغه لمسی نواب ثناءالله زهری بیا هم ستاسو پر څنګ ناست”.

محمود خان اڅکزي د خپل وژل شوي پلار عبدالصمد خان اڅکزي په اړه وویل ، “ تاسو ۲۰ ، ۲۲ کاله زما پلار په زندان کې اچولی وو او زه په خدای قسم کوم چې بیا مې هم پر دې خبره له پنجابي څخه کرکه نده کړې” .

نوموړي د بلوڅو نومیالي ملتپال مشر نواب خیربخش مري ته په اشاره وویل ، “ چنګېز دلته ناست دی، د هغه شاوخوا ۷۵ کلن پلار ونیول شو او په زندان کې واچول شو او نواب اکبر خان بګټی ووژل شو”.

محمود خان اڅکزي وویل ، په پاکستان کې له هغو خلکو سره هم ظلم شوی چې د جمهوریت په حق او د امریت ضد یې مبارزه کړې ده.

د غونډې بل عکس
د غونډې بل عکس

نوموړي د پپلز ګوند د بنسټ اېښودنکي او د پاکستان پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بټو په اړه وویل ، “له ذوالفقار علي بټو سره زموږ سخت اختلافات وو خو هغه په داسې وخت کې د پاکستان خدمت کړی وو چې دا ملک مات شوی وو خو وروسته هغه هم په دار وځړول شو”.

د نومیالي پښتون ملتپال مشر عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۴م تلین لمانځلو په اړه د کوټې تر څنګ د پاکستان په یو شمېر نورو ښارونو او د نړۍ په ځینو هیوادونو کې هم غونډې شوې دي.

عبدالصمد خان اڅکزی د ۱۹۰۷م کال د جولايي پر ۷مه نېټه د قلعه عبدالله ضلعې په ګلستان سیمه کې زږېدلی وو اود ۱۹۷۲م کال د ډسمبر پر ۲مه نېټه په کوټه کې په خپل کور کې په بمي برید کې وژل شوی وو.

نوموړي ټول عمر د پښتنو د خپلواکۍ لپاره په مبارزه تېر کړی وو او تر وژل کېدو وروسته په خان شهید مشهور شو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند بنسټ اېښودونکي عبدالصمد خان اڅکزي د خپل ۶۵ کلن ژوند شاوخوا نیمه برخه د فرنګي او بیا د پاکستان په زندان کې تېره کړې وه.

نوموړي په خپل ژوند کې د سیاسي مبارزې تر څنګ د پښتو ادب او صحافت په برخه کې هم د پام وړ او اساسي کار کړی وو.

XS
SM
MD
LG