د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د کرېکټ د ۳۴ لوبډلو ټورنمینټ پای ته ورسید


د خوست د لکڼو د ایوب خېلو د غره کلي په لمن کې د کرېکټ د ۳۴ لوبډلو هغه ټورنمینټ چې یوه نیمه میاشت وړاندې پیل شوی وو، د جمعې ورځې ناوخته مازدېګر د متون لوبډلې په بریا پای ته ورسید.

مدني فعال او ژورنالیست محمدغفور مهیدي، چې یاد ټورنمینټ يې په لاره اچولی وو،مشال راډيو ته وویل له دې ټورنمینټه يې موخه داوه، چې ځوانان یو بل ته د سولې او یووالي پیغامونه ولیږدوي.

د مهیدي په وینا دوی غواړي په دې ډول سیالیو سره د سپورت ځوانې او برجسته څیرې مالومې او بل لوري ته ځوانان د نشو او نورو ټولنیزو بې لاریو څخه راوګرځوي.

د ټورنمینټسمبالوونکي وايي، چې پدې لوبو کې له مرکزي ټیمونو سربیره د لیرې پرتو سیمو ګڼو لوبډلو برخه اخیستې وه، چې پای لوبې ته يې د متون او بوډاخیلې د سیمو لوبډلو لاره پیدا کړه.

د لکڼو د سیمې یو تن اوسیدونکی جهانګیر لکڼوال په خبرو کې د چنار له سیمه ييزې راډیو مننه وکړه، چې په یاده اطرافي او لیرې پرته سیمه کې يې ورزشکارو ځوانانو لپاره لوی ټورنمینټ په لاره اچولی وو.

ده وویل، د ښاري ځوانانو په شان د لیرې پرتو سیمو ځوانان هم سپورتي لوبو په ځانګړي ډول کرېکټ سره مینه لري او په همدې غرینو سیمو کې تمرینونه کوي، خو دوی ته د نه پاملرنې له کبله یو شمېر ځوان استعدادونه پټ پاتې کیږي.

د لکڼو د سیمې د ځوانانو د یو بنسټ مشر محمد ولي شاه زهیر په خپلو خبرو کې د ټورنمینټ له ګډونوالو وغوښتل، چې سپورټ ته پاملرنه زیاته کړي اوفارغو وختونو کې د نورو بې ځایه او بې ګټو بوختیاوو پر ځای خپل تمرینونه پرمخ بوځي.

نوموړي وايي،کله چې له درسونو او کارونو وزګار وو، ښه داده چې د نورو بې ګټو چارو پر ځای خپل تمرینونه پرمخ بوځو.

ده وویل،سپورت زموږ او ستاسو د پیژندګلوی او ملګرتوب یوه وسیله ده، همدې سپورټ موږ تاسې دلته یو ځای راټول کړي یو، سپورټ دی چې موږ يې د بېکاره کیناستو او ګرځيدو څخه منع کړي یو.

یاده دې وي، کرېکټ لوبه دافغانستان د یو شمېر نورو سیمو په شان په خوست کې هم ډېر مینه وال لري او له همدې کبله په ښار او ولسوالیو کې ډېری ځوانان او ماشومان په خپلو کې د کرېکټ لوبې کوي.

د ایوب خېلو د غره کلي د کرېکټ ټورنمینټ د پای لوبې لیدلو ته د لکڼو، ایوب خېلو او نورو سیمو اوسیدونکي مشران او ځوانان هم ورغلي ول، چې په پای کې دواړو لوبډلو لوبغاړو ته سپورټي کپونه او نور برابر شوي سوغاتونه ورکړل شول.

XS
SM
MD
LG