د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عبدالصمد خان اڅکزي ۴۴م تلین لمانځل کېږي


خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی
خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی

د دسمبر پر دویمه نېټه د نومیالي پښتون ملتپال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند بنسټ اېښودونکي مشر عبدالصمد خان اڅکزي ۴۴م تلین لمانځل کېږي.

عبدالصمد خان اڅکزي ته د درناوي وړاندې کولو ځانګړې غونډه نن په کوټه کې ترسره کېږي چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د یاد ګوند نور مشران ویناوې کوي.

دې غونډې ته د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د مسلم لیګ نون ډلې مشر نواز شریف هم ور بلل شوی دی.

عبدالصمد خان اڅکزی د ۱۹۰۷م کال د جولايي پر ۷مه نېټه د قلعه عبدالله ضلعې په ګلستان سیمه کې زږېدلی وو اود ۱۹۷۲م کال د ډسمبر پر ۲مه نېټه په کوټه کې په خپل کور کې په بمي برید کې وژل شوی وو.

نوموړي ټول عمر د پښتنو د خپلواکۍ لپاره په مبارزه تېر کړی وو او تر وژل کېدو وروسته په خان شهید مشهور شو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند بنسټ اېښودونکي او د محمود خان اڅکزي پلار خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي د خپل ۶۵ کلن ژوند شاوخوا نیمه برخه د فرنګي او بیا پاکستان په زندان کې تېره کړې وه.

نوموړي په خپل ژوند کې د سیاسي مبارزې تر څنګ د پښتو ادب او صحافت په برخه کې هم د پام وړ او اساسي کار کړی وو.

XS
SM
MD
LG