د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اېډز ناروغان وايي، خلک ترې کرکه کوي


د ډاکټرانو رویه سپي سره به سمه وي خو موږ سره نه، له موږه کرکه خو پرېږده زموږ درملنه نه کوي.

دا خبرې له اېډزه متاثره تن د زرګل دی چې له ۱۶م کال راهیسې د اېډز په ناروغۍ اخته دې او هغه وخت ورته د خپل ناروغۍ په اړه مالومه شوه چې کله سعودي عرب ته مزدرۍ له یې تلل غوښتل.

مشال راډیو ته زرګل وویل چې د پېښور یو سرکاري روغتون د ده حامله ښځې علاج په دې ونکړل چې هغه د اېډز ناروغه ده او له دوی سره یې د بې رحمې سلوک وکړ.

نوموړی وویل،له خلکو دومره تنګ شوې و چې له انسانیته مو زړه تور شوې.

نوموړي وايي،ډاکټران مو درملنه نه کوي او کله چې ښځه مې حامله وه او په روغتون کې د بدې رویې له وجې زما ماشوم مړ شو.

ده وویل، د ناروغۍ د ریکارډ فایل مې پټ کړ او د ۲۵ زرو دوایانو نقصان یې راکړ، خور مې د روغتون له عملې څخه تپوس وکړ نو ورته یې ویل چې ښه وشو چې مړ شو.

هغه زیاتوي، زموږ د اېډز د مخنیوي سنټر زموږ ښه خیال ساتي خو موږ په نورو روغتونونو کې د نور علاج په اړه مشکلات لرو او په دې لړ کې نه حکومت او نه د روغتون ډاکټران څه غور کوي.

زرګل وايي، نن د اېډز نړیواله ورځ ده او غواړي چې مطبوعات یې له دوی سره توپیري چلند په ډاګه کړي.

د پاکستان د اېډز د مخنیوي پروګرام ترمخه چې دا وخت پاکستان کې یو لاک او څه د پاسه ۳۳ زرو څخه زیات د اېډز ښکار ناروغان دي چې پکې یوازې ۲۲زره کسان رجسټرد دي او درملنه یې د ملک په مختلفو برخو کې جوړ کړی شوې سېنټرو کې روانه ده.

د یاد پروګرام ترمخه چې د رجسټرډ ناروغانو کم شمیر ځکه دې ولې چې ناروغي په اړه ویلو سره دوی سره بیا سم سلوک نه کېږي.

په پاکستان کې د اېډز د ناروغانو مرستې لپاره کارکونکې غېر سرکاري اداره پیپل لیونګ ود اېچ ایي وي وایي چې د اېډز د نړیواله ورځ یوازې لمانځل نه دي بلکې دا مقصد مخې ته ایښودل پکار دی چې خلکو ته په دې اړه پوه ورکړل شي او دا وویل شي چې له اېډز متاثره ناروغانو ژوند نور مشکله جوړول نه دي پکار.

د یادې غېر سرکاري ادارې د خېبر پښتونخوا د څانګې کوارډینټر محمد شفیق په وینا چې د اېډز د مرض ښکار مریضانو سره په سروې ګانو کې داخبره مخې ته راغلې چې له دوی سره ډاکټران او نوره طبي عمله هم سمه رویه نه کوي.

نوموړی وايي، موږ ګورو چې چیرته له دوی سره خو توپیري چلند نه دې شوی او دا هم ګورو چې څه مسله وي ورته نو د هغې د هوارولو هم کوښښ کوو.

ده وویل، زموږ کوښښ دا وي چې دې لپاره کوم پروګرامونه کېږي چې دوی پکې خپله ګډون وکړي او له دې ناروغۍ خبر شي.

په قامي کچ د اېډز ناروغۍ مخنیوي او د عام ولس د پوهې لپاره څه هلې ځلې کېږي؟

په دې اړه د پاکستان قامي اېډز د مخینوي پروګرام مشر ډاکټر بصیر خان اچکزی وایي د اېډز مسله شته او حکومت د دې مخنیوي لپاره کوښښنه هم پیل کړې.

نوموړی وايي، موږ د ولس د پوهې لپاره کالجونو، پوهنتونو ته ځو او بل دا موږ ته رپورټونه راغلې و چې کومه عمله د اېچ ایي وي اېډز د ناروغانو درملنه کوي هغوی سم سلوک له ناروغانو سره نه ساتي نو موږ دا هڅه وکړه چې علاج ورکونکو خلکو په رویو کې بدلون راولو.

اچکزی وايي موږ مخکښو خلکو لکه سیاستوالو، عالمانو او بیا د نرښځیانو د حقونو مبارزه کونکو سره جرګې مرکې کړې ولې چې د اېچ ايي وي وایرس ښکار مریض نه کرکه نه بلکې د مرض نه کرکه پکار ده.

د پاکستان قامي اېډز کنټرول پروګرام د ملګرو ملتونو د اېډز د مخنیوي څانګې او د ګلوبل فنډ په مرسته کال ۲۰۱۶-۱۷ د یو سروې ترمخه چې د ټولو زیات د اېډز د مرض ښکار ناروغان په پنجاب صوبه کې دي چې شمیر یې ۶۶ زره دي.

ورپسې په سیند صوبه کې څه کم ۵۷زره، بلوچستان کې ۷ زره او ۳۱۸ او خیبر پښتونخوا کې ۳ زره ۲۰۰ ناروغان دي.

دغه سروې زیاتوي چې د ایچ ایې وي مرض زیات د سرنج په ذریعه د منشیاتو د استعمال له وجې خپرېږي.

خو سروې کې دغه هم راغلې و چې د دې مرض خپریدو کې یو لامل جنسي اړیکې هم دي.

XS
SM
MD
LG