د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ښځینه رای ورکونکیو زیاتولو کمپاین پیلېږي


په پاکستان کې د ښځو د رایې اچوونکيو شمېره د نارینو برابره راستلو لپاره د ښځو د شناختي کارډ جوړولو او ووټ رجسټرډ کولو پروګرام پېلېږي.

د پاکستان د ټاکنو کمېشن او شناختي کارډ قامي ادارې (نادرا) په مرسته دا پروګرام به د دسمبر په ۴مه نېټه د هېواد په ۷۹ ضلعو کې پېل کېږي او د ۲۰۱۸م کال تر اپرېل مياشت پورې به روان وي.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن ميډيا ډائريکټر هارون شنواري مشال راډیو ته وویل چې د ښځو د شناختي کارډ جوړولو او بيا د هغوی ووټ رجسټرډ کولو بهیر به مرحله وار د ملک نورو ضلعو ته هم وغځول شي.

ده وویل،موږ چې کله مالومات وکړ سروې مو وکړه چې د ښځو ووټ اچونکيو شمېره ولې کمه ده او په ټول پاکستان کې ده نو دې کې دا مالومه شوه چې له ښځو سره شناختي کارډ نشته.

نوموړي وویل،نو لومړې به موږ دوی له شناختي کارډونه جوړه وه او بيا به د دوی ووټ رجسټرډ کوو.

د نوموړی په وینا، شناختي کارډ جورولو په لړ کې به دوی تر شناختي کارډ جوړلولو مرکز ته ځان ورسوي پکار دي او که یې تر دغه مرکزنو هم نشي راتلی نو د نادرا(شناختي کارډ جوړولو قامي ادارې) ګاډي به تر دوی رسي که هغه ښځې په کلو کې وي او که ښاريو کې.

د پاکستان د سر شمېرنې ۲۰۱۷م کال لومړې راپور تر مخه دا وخت په پاکستان کې د سړو شمېره شاوخوا ۱۰ کروړه ۶۴ لکو ده او د ښځو شمېره ۱۰ کروړه ۱۳ لکو پورې ده.

خو بل د پاکستان اليکشن کمېشن تر مخه دا وخت په پاکستان کې د ووټ اچونکيو سړو شمېره ۵ کروړه ۴۵ لکو نه زياته ده او د دې تر څنګ د ښځي ووټ اچونکيو شمېره۴ کروړه ۲۴ لکو پورې ده چې دا شان د ښځو او سړو ووټرانو په شميره کې شاوخوا ۱ کروړ ۲۰ لکو پورې فرق رامخې ته کوي.

د ښځو د ووټ اندراجولو او ووټ اچولو په اړه د ښځو د حقونو قامي کمېشن مشره خاور ممتاز وايي چې په جمهوري هېواد کې د ښځو ووټ اچول او خپله رايې ورکول د هغوی بنيادي حق دی پکار ده چې رجسټرېشن کولو سره سره په انتخاباتو کې د دوی ووټ اچول هم يقيني کړل شي.

د نوموړې په وینا، په انتخاباتو کې خلک ځان ولسي نماينډه ټاکي او چې په هغې کې نېمايي ابادۍ د ښځو رايې نه وي شامله نو دا غلطه خبره ده.

ده وویل، د ښځو ووټ ډېر اهمیت لري ښځو ته د خپل ووټ اهيمت مالومېدل پکار دی او موږ ته پکار ده چې دوی ته دا احساس او پوهه هم ورکړو.

خاور ممتاز زیاتوي،د نوي انتخاباتي قانون تر مخه اوس به څوک ښځې د ووټ اچولو نه نشي ايسارولۍ که داسې کوي نو په هغه ځای به انتخابات درول کېږي.

اليکشن کمېشن د تفصيلاتو تر مخه په پنجاب صوبه کې د رجسټر شوي نارینو ووټرانو شرح ۵۶ فېصده او د ښځو ووټرانو شرح ۴۴ فېصده ده په سېند کې ۵۵ فيصده او ۴۵ په خېبر پښتونخوا کې د رجسټر شوي رايې اچونکيو نارینو شرح ۵۷ او د ښځو ۴۳ فېصده، په بلوچستان کې ۵۸ او ۴۲ فيصده او په قبايلي سيمو کې ۶۲ فيصده سړي او ۳۸ فيصده ښځې رايې اچونکې رجسټر دي۔

د پاکستان انتخاباتي ترميمي بل د ۲۰۱۷م کال تر مخه چې په هغو حلقه کې د ښځو ووټونه د ۱۰ فېصده نه کم وي نو یې په غېر قانوني ګوځولای شي او په هغه حلقه کې به بيا انتخابات کېږي.

XS
SM
MD
LG