د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د لوګر په ازره کې د زده کړو بهیر کمزوری او له ستونزو ډک دی'


د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې په نږدې سیمو کې يې ښوونځي نشته او زده کوونکي تر ښوونيځو په اوږدو مزلونه کوي.

دوی زیاتوي، د مسلکي ښوونکو د نشتون تر څنګ هلته د زده کړو بهیر دومره کمزوری دی، چې په ورورستیو دوو کلونو کې د ازرې کوم فارغ د کانکور په ازموینو کې پوهنتون ته ندی بریالی شوی.

د ازرې اوسیدونکي نا امني هم د زده کړو د بهیر پر وړاندې یوه بله ستونزه ګڼي او وايي، چې له همدې کبله ښوونځي يې په ورځو، ورځو تړلي وي.

د ازرې د اکبر خېلو د کلي اوسیدونکی روح الله مشال راډیو ته د زده کړو د بهیر همدا ستونزې یادوي:

((دا دوه کاله کیږي، چې زموږ یو زده کوونکی دکانکور ازموینې له لارې پوهنتون ته ندی بریالی شوی، ازره چې ډېره لیرې پرته ولسوالي ده، زموږ راتلونکی له اوسه خرابه ده ځکه ازرې ته ټولې لارې بندې دي، زموږ ځوانان به همداسې له تعلیمه پاتې وي، د ځاځي اریوب د غره له لمنې زده کوونکي راځي د ازرې په مرکزي لیسه کې زده کړې کوي، بیا په ښوونځیو د لوی غر له څوکې طالبان مزایل راشړي، دوه ورځې مکتب وي او لس ورځې نه وي، د شاګردانو ټول وخت په همدې کې ضایع کیږي.))

د ازرې یو بل تن اوسیدونکی عمران سمسور وايي، چې په هغه سیمه کې دې ښوونځي ډېر شي.

نوموړی زیاتوي:

((په ازره کې د پوهنې د بهیر ډېرې ستونزې دي، د خلکو ډیریو سیمو ښوونځي ډېر لیرې دي، ښوونځي کم دي، باید ښوونځي زیات شي، چې زموږ ماشومان او ځوانان ورته رسیده ګي وکړي، موږ حتی دوولس پاسان نلرو چې د پوهنتون د کانکور په ازموینو کې برخه واخلي.))

بل لوري ته د لوګر د ولایتي شورا غړی ډاکټر عبدالولي وکیل، چې د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکی دی، په یاده سیمه کې یادې شوې ستونزې مني او زیاتوي کچیرې حکومت ازرې ته پاملرنه وکړي، نو د پوهنې سره د خلکو لیوالتیا ته په کتو باور لري، چې هلته به معارف ښه وغوړیږي.

ده وویل، د یادې ولسوالۍ لس ښوونځي داسې سیمو کې دي، چې ځنې وختونه يې نږدې جګړې پيښیږي او هلته ښوونیز بهیر اغېزمن ګرځي.

ده وویل، ولسمشر محمداشرف غني د ازرې د پوهنې د بهیر د ښه کولو لپاره د کال په نیمايي کې څه باندې څلور میلیونه امریکايي ډالر منظور کړي، چې تمه ده پدې پیسو به په نوي کال کې یو شمېر ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شي.

بل لوري ته د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب وايي، چې یاده اداره په ازره کې ۳۲ بابه ښوونیز مرکزونه او ښوونځي لري، چې په کې خواشا ۶ زره زده کوونکي، چې دونیم زرو پورې يې نجونې دي زده کړې کوي، چې د تدریس چارې يې ۲۲۰ تنو ښوونکو لخوا پرمخ بیول کیږي.

شاپور عرب وايي، چې په ازره کې ټول ښوونځي پرانیستي دي او نجونې، هلکان ښوونځیو ته ځي.

نوموړی وړاندې وايي:

((د مسلکي ښوونکو دستونزو د حلولو لپاره مو هم هلته د دارالمعلمین یوه څانګه فعاله کړې ده، په راتلونکو کلونو کې به د نورو سیمو په څېر په ازره کې هم د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه حل شي.))

د پوهنې ریاست ویاند زیاتوي، چې د روان ښوونیز کال له پیل دمخه يې د نوی ښوونیز نصاب کتابونه هم یادې ولسوالۍ ته لیږدولي دي، او په پام کې لري، نوي کال کې په یاده ولسوالۍ کې لسو ښوونځیو ته پخې او مجهزې ودانۍ جوړې شي.

د افغانستان د پوهنې په چوکاټ کې د خیالي ښوونځيو، ښوونکو او زده کوونکوستونزه داسې ده، چې کتونکو يې په اړه خپلې انديښنې په ډاګه کړي دي.

XS
SM
MD
LG