د لاسرسي ځای

د خوست ځيني قومي مشران له افغان حکومت غوښتنه کوي چې د اوسنیو سیاسي او امنیتي ستونزو د حلولو او د خلکو اقتصادي حالت ښه کولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.

نن د نومبر په دېرشمه نېټه د افغانستان د قومونو پیوستون شورا په خوست کې يوه غونډه کې وويل چې حکومت بايد په مهمو پوسټونو سم خلک وګماري چې دې سره ډېرې ستونې حل شي.

د افغانستان ملي وحدت حکومت اجراییه ريیس مشر سلاکار او د قومونو پیوستون شورا رييس غازي نواز تڼي هم په خپل حکومت نيوکې وکړي او وي ویل: ((د حکومت مشرانو ته وایم چې زما د ولس د غربت په ختمولو کې ګامونه پورته کړه، زما ځوانې طبقې ته کار پیدا کړه، امنیت دې پیاوړی کړه، سولې لپاره پیاوړې ستراتيژي جوړ کړه، د سرحدي په خلاصولو کې اقدام وکړه او د تفاهم ژبه پیدا کړه، زما خلک د وژنو او ترور څخه خلاص کړه، د انتخاباتو لپاره تضمین راکړه او د قدرت انحصار پریږده.))

دې غونډې ته له خوسته بهر هم د یادې شورا یو شمېر غړي رابلل شوي ول. د پکتیا د قومي مشرانو په استازیتوب صوفي حبیب پر مرکزي حکومت نیوکه وکړه او وي ويل که حکومت د حکومتدارۍ ستونزې لري نو له قومونو سره دې يې شریکې کړي.

قومي مشر حاجي رحمت ګل هم په خپلو خبرو کې وویل، چې افغان حکومت د لويې پکتیا او په ځانګړي ډول د خوست له خلکو سره په تشو ژمنو وخت تیروي. هغه وويل: ((د افغانستان موجوده مشر چې کله خبرې کوي وايي زه د خوست د خلکو قرضداره یم خو د ده موقع په پوره کیدو ده. زموږ قرض يې ادا نه کړ. د خوست مشران او خلک څوک په مشورو کې نه شریکوي. د دې علت دادی چې موږ د حکومت په کابینه کې څوک نلرو.))

د غونډې په وروستۍ برخه کې اته ماده ییز پرېکړه لیک هم وويل شو چې په وروستیو کلونو کې د نا امنیو تر څنګ د ځوان کهول او لوستي قشر بیکاري، د نشه يي توکو کر، استعمال او قاچاق، فقر او بې وسي هغه بدمرغه ټولنیزې پدیدې دي، چې ولس يې په رواني او فزیکي لحاظ ځپلی او کچیرې پدې اړه په اوږد مهالو پلانونو کار ونشي، نو د حکومت ولسي ملاتړ ته به زیان ورسیږي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG