د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې پنځه تنه په دار شوي


د کورنيو چارو وزارت وايي چې په څرخي پله زندان کې د هرات ولايتي شورا د يوه پخواني غړي په ګډون پر پنځو انسان تښتوونکو د اعدام حکم عملي شو.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د برمته ګرو (انسان تښتوونکیو) دغه پنځه کسيزه ډله د چارشنبې سهار په څرخي پله زندان کې د عدلي او قضايي ارګانونو د استازیو په شتون کې په دار شول.

رحيمي زياته کړه چې د يادو پنځو کسانو تر څنګ د هرات ولايتي شورا پخوانى غړى حاجي عسکر انوري هم و چې په هرات کې يې د حنظله بادغيسي شرکت مرستيال له تښتولو وروسته وژلى و.

د هغه په خبره،دغه پنځه کسيزه ډله د درې ګونو محکمو د نهايي حکم او ولسمشر محمد اشرف غني له منظورولو وروسته پر اعدام محکوم شوي وو.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند وويل چې مجرمين په هرات کې د يوه انسان تښتوونکي بانډ غړي وو چې د جعلي بانکنوټونو کارونه يې هم کوله.

نوموړي پاتې څلور کسان چې نن اعدام شول، د زلمى، عبدالظاهر، فايق او تيمور په نومونو ياد کړل چې ياد شوي مجرمين په هرات کې د يوه انسان تښتوونکي بانډ غړي وو چې بېلابېل جرمونه يې تر سره کړي وو، له دې ډلې د يوه ودانيز شرکت د مرستيال محمد شاه ايماق د تښتونې او وژنې قضيه د يادونې

XS
SM
MD
LG