دې مظاهره چيانو غوښتنه کوله چې د قانون وزير دې ځکه استعفا ورکړي چې حکومت د قامي اسمبلۍ د غړو په حلف نامه کې د ختم نبوت په اړه راغلي ټکي بدل کړي دي. حکومت ويلي وو چې د ليکلو دا غلطي يې اصلاح کړې خو د مظاهره چيانو خلاف د پوليسو ناکامو عملياتو وروسته د قانون وزير زاهد حامد استفعا ورکړه.
د کورنيوو چارو وزیر احسن اقبال ويلي دوی سره بله لار نه وه او له مجبورۍ يې دغه لوظنامه کړې.
په دې جوړ جاړي کې د پاکستان پوځ منځګړتوب کړی وو چې د اسلام اباد هايي کورټ جج شوکت صديقي پرې سختې نيوکې وکړي. ځينو څېړونکو بيا دا کار سخت دريځو ته د پاکستاني رياست تسلېمېدل ګڼلي. نن د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پر دې ټوله مسله خبرې کوو.
کوربه: بشير ګواښ
مېلمانه:
- د قانوني چارو پوه، قاضي انور
- د پوځ پخوانی بريګيډير، سيد نزیر مومند
- د اپوزيشن ګوند پيپلز پارټۍ اخونزاده چټان
- خبريال نعمت خان
دا بحث دلته اورېدلی شئ
د مشال تر رڼا لادې بحث
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
-
بشیر احمد ګواښ
بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي. نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ. د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ.