د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلامي ملکونو د پوځي ایتلاف غونډه په ریاض کې روانه ده


په سعودي عرب کې د اسلامي ملکونو د پوځي ایتلاف غونډه روانه ده چې د یو څلویښت ملکونو د دفاع وزیران په کې برخه اخلي.

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي، د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه، د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف او د دفاع وزیر غلام دستګیر هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره د سعودي عرب په سفر دي.

پرون (د ګل په ورځ) د غونډې پر مهال وزير اعظم شاهد خاقان عباسي د سعودي عرب د باچا سلمان بن عبدالعزیز او له شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقاتونه کړي دي او د دواړو ملکونو تر مينځه په دوه اړخيزه اړيکو ،تجارت دفاع او د سرمایه ګارۍ په موضوع يي ورسره خبرې کړي دي.

غونډې ته د وینا په وخت د سعودي عرب شهزاده محمد بن سلمان د ترهه ګرۍ پرضد د پاکستان د هلو ځلو ستاينه وکړه او زیاته يي کړه چې سعودي عرب او په پوځي ایتلاف کې ملګري نور ملکونه د ترهه ګرۍ پر ضد جنګ کې د پاکستان د تجربو نه ګټه تر لاسه کول غواړي.

د یادونې وړ ده چې د سعودي عرب په مشرۍ ددې پوځي ایتلاف سرلښکر د پاکستان د پوځ پخوانې مشر جنرال راحیل شریف دی.

د ایتلاف لپاره د جنرال راحیل شریف په مشرۍ په پاکستان کې د سیاسي مشرانو له خوا اعتراضونه مخې ته راغلي وو.

د فاعي چارو کار پوه لفټېننټ جنرل ريټايرډ طلعت مسعود وايي چې پاکستان له وړاندې د ترهه ګرۍ په ګډون په هیواد دننه او بهر د یو شمیر ستونځو سره مخ دی او باید دداسې ایتلافونو د غړي جوړیدونه وړاندې د احتیاط نه کار واخستل شي.

نوموړې وايي چې ((د پاکستان هڅه خو به داوي چې د ايران پر ضد هېڅ يو منفي پاليسي نه جوړوي او دا به هم کوشش کوي چې په دې اتحاد کې داسې څه کرادار ادا نه کړې چي د ايران او پاکستان اړيکېورسره خرابې شي. خو که داسې اونشي نو بيا به پاکستان د بهر سره سره په کور دننه د فرقه ایزه شخړو سره مخ شي. ))

ايران د دې پوځي ایتلاف برخه نه ده.

د دفاعي چارو یو بل پوه اسدمنیر وايي ایران او پاکستان ګاونډي هیوادونه دي نو له دې کبله باید پاکستان ایران په اعتماد کې واخلي.

XS
SM
MD
LG