د لاسرسي ځای

تازه خبر

نصرت: بې ځایه فشارونو د کرنې پروژې ځنډنۍ کړې


که څه هم سږني لمریز کال کې چارواکي د خوست د کرنې په سکټور کې د یو شمېر پرمختګونو خبره کو، خو زیاتوي چې د ځینو فشارونو له کبله د یادې ادارې اړوند یو شمېر پروژې ځنډیدلي هم دي.

د سې شنبې په ورځ د خوست د کرنې رییس سمیع الله نصرت د سکټوري ادارو په غونډه کې وویل، چې دوی ته سږ کال ټول ۱۴۰ میلیونه افغانۍ بودجه ورکړل شوې وه، چې دولس مهمې پروژې پرې پلي شوي دي.

د ده په وینا د یادې بودجې څخه اتیا میلیونه د کرنې ریاست او پاتې د دوی همکارو موسساتو او ادارو ته ورکړل شوې، چې ۸۵٪ بودجه د پلان سره سم مصرف شوې ده.

ده د ترسره شویو یو شمېر پروژو یادونه وکړه او ويې ویل:

((د کرنې ریاست له لارې دولس پروژې چې یوه د خانه دارو کلي د سیفون پروژه ده، د مرکزي باغ د چاردیوالی پروژه ده، چې کارونه يې روان دي، د شولو د نمایشي قطعو جوړول ول، کورنیو ته د باغچو جوړول وو، د ځنګلونو د بیا احیاء لپاره هلې ځلې وې، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو وېش وو، د زعفرانو نمایشي قطعې وې، د غنمو نمایشي قطعې دي.))

د خوست د کرنې رييس وړاندې وویل، د کرنې په سکټور کې یوه لویه پروژه چې ۳۶ میلیونه افغانۍ پرې لګښت کېده، د ځینو بې ځایه سیاسي ستونزو او فشارونو له کبله وځنډیده، خو دده په خبره چې دوی یاده پروژه مرکز ته لیږلې او هیله من دي، چې مرکز به يې د بېرته پیلیدو په باب ژر تصمیم ونیسي.

((یوه غټه پروژه چې ۳۶ میلیونه يې لګښت لاره د ځینو سیاسي ستونزو او فشارونو له کبله وځنډیده، اوس هغه پروژه مرکز ته انتقال شوې او له هغه ځایه به وړ شرکت ته ورکړل شي، که څه هم دا پروژه د خوست څخه بل ځای ته نه ورکول کیږي، خو ځنډ په کې رامنځته شو، البته زموږ ریاست ۸۵٪ خپله بودجه مصرف کړې ده.))

​د خوست د کرنې رييس زیاته کړه، چې ۱۳۹۷ مالي کال لپاره هم دوولس لويې پروژې په پلان کې دي.

د ده په وینا د میلمه کوټ په باغ کې به یو تحقیقي فارم جوړ شي، ټولو باغونو لپاره به د ابیاری سیستمونه فعال شي، د فارم باغ د چاردیوالی او د تعمیر د ترمیم پروژه په پلان کې ده، چې پدې پروژه به ۶۵ میلیونه افغانۍ لګښت وشي، د موسی خېلو ولسوالۍ د مرغي ویالې سربند به جوړیږي، د لبنیاتو د پروسس پروژه ده.

ښاغلی نصرت وايي، په ځاځي میدان کې د حیواني کلینک لپاره د تعمیر جوړول دي، د نباتي امراضو د لابراتوار فعالول دي، د لکڼو د کوړیانو د ویالې بیارغونه ده، د منګسو د پنکزیو کلي سربند دی، د نادرشاه کوټ د کپړي کلي سربند دی، د چورګوړو د ایستلو د ماشینونو نصبول دي، د غواوو د فارم رغول دي او د چرګانو د نورو فارمونو جوړول په پلان کې دي.

د دهپه وینا چې د یادو پروژو د پلي کیدو لپاره يې د نږدې درې میلیونه ډالرو د بودجې غوښتنه کړې ده.

بیا خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزي په خپلو خبرو کې د کرنې ریاست له مسوولینو وغوښتل، مرکزي باغ چې اوس يې د چاردیوالۍ کارونه روان دي، له ودانیو څخه يې میشتې کورنۍ وباسي او په هماغه کیفیت يې ورغوي، چې پخوا وو او د لويې پکتیا د پروژې زړه بلل کېده.

خوست ښاروال د زیتونو د ترویج مساله هم یاده کړه او ويې ویل، چې خوست د زیتونو ودې ته په طبعي ډول مساعده اب وهوا لري او په ډېر کم لګښت زیتون ډېریدای شي.

د خوست د ولایتي شورا رييس کفیل ریحان د کرنې په برخه کې ترسره شوې پروژې مهمې وبللې، خو غوښتنه يې وکړه، چې د راتلونکې کال لپاره باید پلان شوې پروژې عملي شي.

د کرنې د برخې یو تن کتونکي تازه علي خان تڼی وايي، په افغانستان کې باید د کرنې په سکټور کې تر هر څه زیات د غلو دانو ډېرولو ته پاملرنه وشي، تر څو یاد هېواد پدې برخه کې پر ځان بسیا شي.

تازه علي خان زیاتوي، ۱۹۶۰تر ۱۹۹۰ کلونو پورې افغانستان تر یوه بریده د غلې له نظره پر ځان بسیا وو، چې بیا وروسته د جګړو له کبله د کرنې د برخې ډیری سیستمونه ویجاړ شول.

تازه علي خان تڼي په وینا چې افغانستان ۶.۵ میلیونه متریک ټنه غنمو ته اړتیا لري، چې اوس فعلاً په افغانستان کې تر درې نیم میلیونه ټنو پورې د غنمو حاصلات کیږي او پاتې نور له بهره دې هېواد ته واردیږي.

XS
SM
MD
LG