د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر په مرکز کې ځانمرګي برید ۱۱ تنه ټپیان کړل


نن د سېشنبې په ورځ له غرمې مخکې د لوګر مرکز پل علم ښار کې د برکي برک د ګاډو اډې مخې ته ځانمرګی برید شوی، چې لږ تر لږه یوولس ملکي وګړي په کې ټپیان شوي دي.

نن د سېشنبې په ورځ له غرمې مخکې د لوګر مرکز پل علم ښار کې د برکي برک د ګاډو اډې مخې ته ځانمرګی برید شوی، چې لږ تر لږه یوولس ولس وګړي پکې ټپیان شوي دي.

د لوګر چارواکي وايي دوه تنه سخت ژوبل دي.

نوموړی زیاتوي، د بریدګر موخه د لوګر د امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال ایوب وردګ وو، خو ښاغلي وردک او د ده ساتونکو ته څه زیان ندی رسېدلی.

ایوب صالح وویل، شدید ټپیان د درملنې لپاره کابل ته ولیږدول شول، خو ۹ نور ټپیان د یاد ولایت په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

XS
SM
MD
LG