په تاندې هیلې پروګرام کې له پروفېسر ډاکټر نور جهان سره خبرې کوو.
ډاکټر نور جهان چې د خیبر پښتونخوا د دوو پوهنتونونو وایس چانسلره پاتې شوې ده، د کرک له تخت نصرتي سره تعلق لري.
هغې له هالېنډ او امریکا په سپېس ساینسز (خلايي علومو) کې اعلا تعلیم حاصل کړی دی.
هغې لومړنۍ زدکړې د خپل کلي سره سره په وزیرستان او کوهاټ کې کړي دي،او له پېښور پوهنتونه یي په جیالوجي کې شپاړسم کړی دی. ډاکټر نورجهان وایي په هغه وخت کې به ډېرو ژورو ژورو کانونو ته هم کوزېده.
هغه د خپلو زدکړو په وخت د زده کونکیو د تنظیمونو یوه فعاله غړې هم پاتې شوې ده.
تاندې هیلې
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
ډاکټر نور جهان وایي په ټولنه کې د ځینو خلکو د رویو له وجې هم نجونه او ښځې د خپلو ارمانونو او مقصدونو په پرېښودلو مجبورېږي، خو باید اوس نور داسې و نه شي.
ډاکټر نور جهان وایي په خپل دغه سفر کې له ډېرو مشکلاتو تېره شوې ده، خو همت یې نه دی بایللی، ځکه چې غوښتل یې د نورو نجونو لپاره یو ښه مثال وګرځي.
-
فرخنده اسد
فرخنده اسد د مشال راډیو خبریاله وه چې د پاکستان او افغانستان په اړه یې د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوله.