د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیمرا پر خبري تلویزونونو لګول شوی بندېز لرې کړ


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

اسلام ابادـ د پاکستان د برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې پېمرا پر خبري تلوېزونونو لګولی بندېز لرې کړی او د راپورونو پر اساس د بندېز سره مخامخ شوې ټولې رسنۍ اوس بېرته فعالې شوي او خپرونې یې پیل کړې دي.

تر دې وړاندې پیمرا د ټول ملک شخصي خبري تلویزونونه د خالي په ورځ له هغې وروسته وتړل چې د پیمرا په وینا ځینو رسنیو په فیض اباد کې د مذهبي ډلو پر ضد د حکومتي عملیات نېغ په نېغه خپرولو سره د پیمرا د قوانینو څخه سرغړونه وکړه.

خو د اتوار یا یک شنبې په مازیګر د پېمرا لخوا جاري شوي تازه بیان کې ویل شوي چې مرکزي حکومت دا هدایات هم جاري کړي چې که کوم خبري تلویزون د پیمرا له لارښونو سرغړونه وکړه نو نشریات به یې ودرول شي.

حکومت دي چې یواځې هغه رسنۍ وتړي چې سر غړونه یې کړې، نه دا چې ټولې رسنۍ دې له یوې مخې وتړل شي.
د پاکستان د نشریاتو ټولنه

د خالي په ورځ چې پیمرا پر خبري تلویزونونو بندېز ولګولو نو د پاکستان د خبریالانو او د رسنیو د مالکانو تنظیمونو د حکومت دا عمل په سختو ټکو کې وغندلو او غوښتنه یې وکړه چې دا فېصله دې زر تر زره بېرته واخلي.

د پاکستان د تلویزوني چینلونو یو سازمان .P.B.A ( پاکستان براډ کاسټېنګ ایسوسي اېشن) وویل که څه هم دوی دا خبره مني چې د هغو پېښو به نېغ په نېغه خپرونې نه کوي چې د ملک د ادرو خلاف خلک راپاروي او یا د دغو خپرونو له وجې امنیتي ځواکونو ته زیان رسیږي، خو حکومت له هم پکار دي چې یواځې هغه رسنۍ وتړي چې سر غړونه یې کړې وي، نه دا چې ټولې رسنۍ دې له یوې مخې وتړل شي.

که څه هم د حکومت دا ګام د غندنې وړ دی، خو بل پلو پاکستاني رسنۍ هم د اصولو او قاعدو خیال نه ساتي.
خبریال طاهرخان

په اسلام اباد کې خبریال طاهرخان مشال راډیو ته وویل، که څه هم د حکومت دا ګام د غندنې وړ دی خو بل پلو پاکستاني رسنۍ هم د اصولو او قاعدو خیال نه ساتي. طاهرخان زیاته کړه، په پاکستان کې د رسنیو شمېره زیاته شوې خو له بده مرغه دغه رسنۍ ټاکلي قواعد په پام کې نه نیسي او له مبالغو ډکې خپرونې وړاندې کوي.

د دې ترڅنګ په پېښور کې د خبریالانو د اتحاديې مشر سېف الاسلام سېفي مشال راډیو ته وویل چې حکومت خپلو کمزوریو پټولو لپاره په رسنیو بندېز ولګولو کوم چې د پاکستان ټول خبریالان غندي.

د نوموړي په خبره د پېمرا دا ګام د صحافت په ازادۍ ګذار دی او حکومتي چارواکي چې کله په حالاتو قابو ونه مومي او ناکامه شي نو بیا دا قسمه اقدامات کوي. دی زیاتوي، په داسې حالاتو کې پېمرا له پکار دي چې په کومو ټي چېنلونو يې اعتراضات دي باید چې له هغوی سره کېني او دغه ټولې مسئلې ورسره په تفصیل بیان کړي او د دې یوه لار راوباسي.

XS
SM
MD
LG