د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: په عملياتو کې د پولیسو په ګډون ۱۵۰ کسان ټپي شوي


د اسلام اباد په فېض اباد کې د مظاهره چیانو ضد عملیات
د اسلام اباد په فېض اباد کې د مظاهره چیانو ضد عملیات

د پاکستان حکومت له شلو ورځو راهيسې پر دهرنا ناست مظاهرچيانو ته د شنبې د سهار اوه بجو پورې د احتجاج ختمولو لپاره وخت ورکړی وو خو هغو ورباندې عمل و نکړ.

اسلام اباد انتظاميې د شنبې په سهار د تحريک لبيک يارسول الله د احتجاج ختمولو لپاره عمليات پیل کړي دي.

د اسلام اباد پوليس وايي، د عملياتو پر مهال يې تر اوسه ۱۵۰ مظاهرچيان نيولي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

د پيښې له ځايه د مشال راډيو خبريال محمد عمران وايي چې پوليسو او مليشه ځواکونو د مظاهرچيانو د تت پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکي ګېسونه هم کارولي دي.

د عملیاتو یوه څنډه
د عملیاتو یوه څنډه

د قانون نافذونکيو ادارو او مظاهرچيانو ترمنځ ځای پر ځای نښتې هم شوې دي.

د اسلام اباد پمز هسپتال وياند ډاکټر الطاف مشال راډيو ته وويل چې دوی ته تر دې دمه ۱۵۰ ټپیان ور وړل شوي دي چې پکې ۵۷ پوليس، ۴۴ اېف سي سرتيري او ۴۹ مظاهرچيان شامل دي.

د عملياتو په غبرګون کې د تحريک لبيک یارسول الله يو شمېر پلويان د پنډۍ او اسلام اباد په ځېنو برخو کې سړکونو ته راوتلي او مظاهرې يې کړې دي.

د پاکستان سپريم کورټ او اسلام اباد های کورټ په پرله پسې اورېدونو کې حکومت ته حکم ورکړی دی چې دغه احتجاج دې ختم کړي چې دا رنګه عام ولس و نه ځورېږي.

د احتجاج او عملیاتو بله څنډه
د احتجاج او عملیاتو بله څنډه

خو حکومت دريځ خپل کړی وو چې هڅه کوي د خبرو اترو د لارې دا لانجه حل کړي.

په دې لړ کې د حکومتي کمېټۍ او د تحريک لبيک يارسول الله د مشرانو ترمنځ خبرو اترو هيڅ نتيجه ورنکړه.

حکومت له شلو ورځو راهيسې پر دهرنا ناستو مظاهرچيانو ته د شنبې د سهار اوه بجو پورې د احتجاج ختمولو لپاره وخت ورکړی وو خو هغو ورباندې عمل و نکړ.

تحريک لبيک يارسول الله دا دهرنا شل ورځې له مخه د اسلام اباد او پنډۍ ښار ترمنځ د فيض اباد پر پُل پیل کړې وه چې له کبله يې د دواړه ښارونو ترمنځ خلک په تګ راتګ کې له سخت مشکل سره مخامخ دي.

مظاهرچيان غوښتنه کوي چې د پاکستان په انتخابي قانون ۲۰۱۷م کې پر ختم نبوت د سوګند پورته کولو لفظونو کې بدلون شوی وو نو ځکه دې د قانون وزير زاهد حامد استعفا ورکړي خو حکومت وايي چې دا د ليکلو غلطي وه چې اوس سمه کړل شوې ده.

د پاکستاني پوځ دریځ

د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته ټلیفون کړی او هغه ته یې ویلي چې په اسلام اباد کې روان احتجاج باید په سوله ییزه توګه ختم کړل شي.

دا خبره د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې – ای ایس پي ار – مشر میجر جنرل اصف غفور پر رسمي ټویټر پاڼه لیکلې ده.

دی وايي ، د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته مشوره ورکړې چې دا مسله دې په سوله ییزه توګه هوار شي ، هغه ځکه چې د ده په وینا ، تشدد که له هرې خوا وي نو دا د پاکستان د ملي ګټو او یووالي په تاوان دی.

د اسلام اباد پر احتجاج سیاسي شننه

پخوانی سنېټر او د سیاسي چارو کارپوه افراسیاب خټک وايي ، په اسلام اباد کې د مذهبي ډلو احتجاج د مرکزي حکومت نسکورولو لپاره یو دسیسه ده.

افراسیاب خټک دا خبره د شنبې په ورځ په داسې حال کې د مشال راډیو خبریال ګل ایاز ته په مرکه کې کړې ده چې په اسلام اباد کې پر یاد احتجاج عملیات پیل شوي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG