د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد – پنډۍ کې احتجاحي ناسته به څنګه ختمېږي؟


'د فیض اباد پر مظاهره چیانو دې د خوړو بندېز ولګول شي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00

'د فیض اباد پر مظاهره چیانو دې د خوړو بندېز ولګول شي'

اسلام اباد های کورټ د کورنیو چارو وزیر ته له دې کبله د عدالت سپکولو نوټس استولی چې تر اوسه يې په فیض اباد کې د مظاهره چیانو له خوا تړلې لارې ولې نه دي پرانیستلي؟ د تحریک لبیک مظاهره چیان وايي چې غوښتنې يې نه وي منل شوې نو احتجاج ته به دوام ورکوي.

له تېرو نولسو ورځو راهیسې د تحریک لبیک پاکستان په نوم مذهبي ډلې د اسلام اباد فیض اباد سیمه کې د احتجاج په توګه پرلت غزولی دی او غوښتنه کوي چې د قانون وفاقي وزیر دې له خپلې چوکۍ لیرې کړل شي.

په حکومت له بېلا بېلو خواؤ فشار هم ډېر دی. ځني خلک غواړي چې دا حکومت بې باوره کړي.
افراسیاب خټک

د جمعې په ورځ اسلام اباد هايي کورټ له دې کبله د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال ته د توهین عدالت نوټس ورکړی دی چې هغوي تر اوسه د عدالت د حکم مطابق لارې د تږ راتږ لپاره ولې نه دي پرانستې او د مظاهره چیانو پر ضد يي کوم ګام ولې نه دې وچت کړی.

د کورنيو چارو وزير عدالت ته ويلي چې چونکه حکومت دا معامله د خبرو اترو له لارې هوارول غوښتل له دې کبله يي د اسلام اباد انتظامیه د کوم ګام پورته کولو نه منع کړې ده.

د سیاسي چارو ځني پوهان وايي ــ پوځي اسټیبلیشمنټ غواړي چې د مسلم لیګ ن په حکومت فشار قایم وساتي ــ او دغه شان حکومتي پالیسۍ د خپلې خوښې مطابق پر مخ بوځي ــ په دغه اړه د سیاسي چارو شنونکې افراسیاب خټک وايي

تاسو ولیدل چې اسلام اباد کې خلک ناست دي ، لارې يي تړلې دي او د حکومت پرې څه وس نه رسي. حکومت هم یریږي چې هسې نه بیا د لال مسجد په شان صورتحال رامنځ نه شي او ملک د اړۍ ګړۍ ښکار شي. خو دا هم ده چې په حکومت له بېلا بېلو خواؤ فشار هم ډېر دی. ځني خلک غواړي چې دا حکومت بې باوره کړي.

خو د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د چارشنبې په ورځ وویل چې ښه به داوي چې دا معامله د خبرو اترو له لارې هواره شي خو که نه وي نو چې حکومت څه پریګړه هم وکړه پوځ به پرې عمل کوي.

حکومت چې کمزوری شوس دی نو د هغې وجه دا ده چې د کرپشن تورونه دي پرې او ثابتیږي پرې هم. حکومت هڅه کوي چې خپل مشران بچ کړي نو زما په خیال په دې کې خو نه د اسټیبلیشمنټ څه کردار ښکاري او نه يې څه مقصد ښکاري.

د پاکستان د پوځ پخوانې بریګیډیر محمود شاه وايي ــ په دغه معامله کې د پوځ څه کار نه شته بلکې بنیادي خبره د کرپشن ده چې حکومت يي کمزورې کړی دی ــ نوموړې زیاتوي.

د تحریک لبیک مظاهره چیانو ددې نه وړاندې د احتجاج ختمولو لپاره دوي ورکړل شوې حکمونه نه دي منلې ــ او د مذاکراتو نه هم څه نتیجې نه دي برسیره شوې نو اوس د حکومت سره لار څه پاتې کیږي ــ

په دغه اړه د مذهبي امورو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف وايي:

عدالت هم حکم ورکړی دی نو زمونږ په لاسو کې اوس څه پاتې کیږي. موږ خو ورته وایو چې مظاهره چیان باید دا ټولې خبرې ومني او احتجاجي ناسته ختمه کړي ــ له حکومت سره لارې ډېرې دي او وړومبې تر خپله وسه هڅه کوي چې دا معامله هواره کړي خو که هغوي نه مني نو بیا د هر څه یو حل خو وي کنه ـ په اخیر کې که هر څه کیږي خو دا احتجاجي ناسته به پای ته رسول وي.

په پاکستان کې د مسلم لیګ ن د حکومت جوړیدو نه وروستو ددغه ګوند د مشرانو پر ضد وړومبې د تحریک انصاف له خوا د اسلام اباد په ډي چوک کې احتجاجي مظاهرې وشوې چې تر میاشتو يې دوام لرلو، بیا د کرپشن په تور وزیراعظم نوازشریف نااهله وګرځول شو او اوس د تحریک لبیک له خوا مظاهرې پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG